Home / واصل وصال

واصل وصال

وصال په ۱۳۶۴ کال د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالیو کې نړۍ ته سترګي غړولي خو پلرنی ټاټوبی یې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالي ده. زده کړې: وصال په پښتو ادبیاتو کې له ننګرهار پوهنتون څخه لسانس کړی او د ژورنالیزم په برخه کې يې لنډ مهالي کورسونه لوستي او ژورنالیزم یې د مسلک په توګه ټاکلی.

وصال په ۲۰۰۶ کال ک13479696_1141908635872493_1180759434_nې د مرام په نوم د يوې سیمه ایزې راډيو سره کار پېل کړ او د ویاند،پروډيوسر، او د خپرونو د مسؤل په توګه یې دندې اجرا کړې. نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې له اراکوزیا راډيو سره د سپورتي برخې د مسؤل،ویاند او د راډيو د مرستیال په توګه او له طلوع نیوز او لمر سره هم همکار پاتې شوی. وصال دوه کاله له ملي راډیو ټلویزون سره د اردو خپرونو د پروډیوسر او ویاند په توګه هم کار کړی. وصال دوه کاله په کابل کې د سید جماالدین افغان درالمعلمين کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې استادي هم کړې.

نوموړی له ۲۰۱۳ کال راهیسي تراوسه له شمشاد راډیو ټلویزون سره د راډیو د مسؤل په توګه کار کوي. وصال د يو ښه ژورنالیست ترڅنګ،ښه لیکوال او شاعر هم دی چې تردې مهاله يې ۶ کتابونه د چاپ په ګاڼه پسولل شويدي. واصل وصال د يوه تکړه ورزشي خبریال ترڅنګ د کرکټ په برخه کې په هېواد کې يو له پېژندل شویو کمنټیټرانو څخه دی چې د ډېرو ځوانانو لپاره لارښود هم دی. نوموړي د ایکول اکسس موسسې لخوا د غوره ورزشي خبریال ایوارډ،د لوبه کرکټ کلب لورې د غوره کمنټیټر ایوارډ او لسګونه ستایلنکونه اخیستي دی.