13555618_1020920988023259_300332516_o

د سمیع الله پام لنډه پیژندنه:

سميع الله پام د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ اړوند د هډې د وياړلي او تاريخي کلي اوسيدونکی دی نوموړی په (۱۳۶۹) هـ ش کال د هجرت پرمهال د پاکستان د پنجاب ايالت د ټېکسلا په ښار کې زېږيدلی دی.

خپلې لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په لومړني ښوونځي کې ترسره کړې او د بکلوريا تر درجې زده کړې يې د مياعمر په عالي لېسه کې پای ته ورسولې. تر  يادې لېسې څخه يې په ۲۰۱۰ ز کال کې د فراغت سند ترلاسه کړ او په همدې کال يې د ژورنالېزم دوه کلن انسټيتوټ پېل او په ۲۰۱۲ ز کال کې د ژورنالېژم انسټيټوټ يې په برياليتوب سره پای ته ورساو، له دې وروسته يې په ۲۰۱۳ ز کال  د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې زده کړې پېل کړې.

د زده کړو ترڅنګ نوموړي د يوې نړېوالې وېبپاڼې (پېکټ) سره د پښتو او انګليسي ژبې د ريپورټر په صفت دنده اجراء کړې، همدارنګه نوموړي د سباستوري راډيو سره د پروډيوسر په حيث هم دنده اجراء کړې چې وروسته يې د خپرونو د مسؤل په توګه دنده واخېسته.

اوس د 2015 کال له لمړيو څخه د شمشاد په راډيو ټلويزيون کې د ورزشي خبريال په توګه کارکوي.

پام د لمړي ځل لپاره د کرکټ مسلکي کتاب وليکه چې لمړی ځل دوزه ټوکه او په دويم ځل هم دوه زره ټوکه چاپ شو. د کرکټ ترڅنګ يې (د ښځو او سړو ترمنځ توپيرونه) تر نامه لاندې کتاب هم ژباړلی او چاپ شوی دی، ناچاپ کتابونه يې تر پينځو رسېږي.

همدارنګه د لوبغالي مهالني اخبار پينځه ګڼې د ده تر مشرۍ لاندې چاپ شوی، اوس د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د هاکي فدراسيون وياند او د فري فايټ لوبو افغان اتل احمد ولي هوتک د مطبوعاتي برخې غړی دی.

د ورزشي خبريالۍ ترڅنګ د ده او نورو ملګرو په زيار په کابل کې د لمړي ځل لپاره د کرکټ لوبډله جوړه شوه چې وروسته په يوې پراخې ټولنې بدله شوه.