د مطیع الله عابد لنډه پیژنده: مطيع الله عابد په ۱۹۷۱ زيږديز کال په کندوز کې پيداشوی، ابتدايي زده کړې يې په کندوز او پيښور کې ترسره کړي، بيا يې متوسطه زده کړې د پيښور په صدر کې په يو دولتي مکتب کې سرته رسولي. عابد ليسانس د پيښور اسلاميه کالج نه په سياسي علومو کې بشپړ کړی او په کال ۱۹۹۶ کې يې د  پيښور پوهنتون څخه د ژورناليزم په برخه کې ماسټري اخيستې13221571_10154209660309464_4803986134274201851_n. مطیع الله عابد چې لا تنکی ځوان و د وحدت ورځپاڼې سره يې کار پيل کړ، هغه د لسو کلنو په دوران کې ډیر ادبي او سیاسي مطالب وليکل چې اکثره يې په وحدت ورځپاڼه او د هغه وخت په موروجو مجلو کې خپاره شول.عابد په کوچنيتوب کې د کندوز څخه پيښور ته مهاجر شوی، ځوانۍ کې يې د پاکستان هر ښار او سيمه ليدلې، ۱۹۹۸ کې انګلستان او په کال ۲۰۰۰ ميلادي کې د امريکا متحده ايالاتو ته تللی. عابد په پښتو او اردو ژبو د ماشومانو له کیسو رانيولې د خيبر په نوم د کلنۍ مجلې مديريت هم کړيدی، هغه د يو ځانګړي طرز ليکوال دی او “ژوند په امريکا “ کې د هغه لمړی کتاب دی چې د افغانستان د هنري او کلتورې ودې ټولنې لخوا چاپ شويدی. عابد لالا له کوچينوالې د کرکټ سره بې ساري مينه لري، اوس کرکټ له عابد پرته هيڅ مزه نکوي. هغه د کرکټ مطالب په ډیر ښه انداز ليکي، د امريکا غږ د خبريال په توګه دې ځوان د قلمي همکارۍ له لارې د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې ډیرې هلې ځلې کړيدي، ددې لوبې د مينه والو سره يې نه شليدونکي روابط قایم کړي. تر اوسه يې د امريکا غږ په همکارۍ د کرکټ د خبرونو او مقالو چمتو کولو لپاره کاناډا، بنګله ديش، عربې امارات، ويسټ انډيز، هندوستان او نورو هيوادونو ته سفرونه کړيدي. په ورستيو کې د افغان کريک بوک لخوا د ۲۰۱۶ کال د کرکټ پالونکي لقب هم مطيع الله عابد ته ورکړل شو هغه په بريښنايي او چاپي رسنيو کې د افغان کرکټ پرمختګ لپاره اوس هم خپلو هڅو ته دوام ورکړی او د کندوز او پيښور له ځلمو سره ناسته يې تر بل هر ارمان په لومړيتوب کې ځای لري. مطیع الله عابد د ټولو کرکټ مينه والو لالا دی او تر اوسه په امريکا غږ اشنا راډيو کې دنده اجراکوي.