Home / سوداګريز کرکټ / میلون جام / ميليون جام د چا په ګټه دی؟

ميليون جام د چا په ګټه دی؟

سوداګريزې سيالۍ چې هندوستان يې د اي پي ايل په نوم هر کال ترسره کوي، د بنګلاديش بي پي ايل او د پاکستان پي ايس ايل هغه ماشين ګڼل کيږي چې نوکي ځوانان لوبغاړي توليدوي. په ياد شوو هيوادونو کې هر کال دې ته ورته نور ټورنمنټونه هم ترسره کيږي خو موخه يې نه يواځې د کرکټ پرمختګ او لوبغاړو ته شهرت ورکول دي بلکه دغه هيوادونه د ورته سياليو په ترسره کولو د خپل هيواد په اقتصادي پرمختګ کې هم رغنده رول لوبوي.

افغانستان چې لا د کرکټ په ډګر کې نوی زرغون شوی د شپږيزې په نامه ټورنمنټ لري، شپږيزه تير ځل د بارانونو له کبله د ډیر عاید څښتنه نه وه او نه ورڅخه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ تمه کيده. دلته د کرکټ د مينه والو د لا خوښۍ لپاره لا ډیرو سياليو او ورته ټورنمنټونو ته اړتيا ليدل کيږي. که څه هم د خصوصي سکتور پياوړو ځوانانو او پانګوالو د کرکټ د پرمختګ لپاره څو ځله کوښښ کړی چې د کرکټ بورډ ملاتړ وکړي او د افغانستان په کچه با استعداده لوبغاړي د هغوی د کارکردګي په بنياد پيدا کړي خو مخه يې نيول شوې.  دا کار به نه يواځې د شل اوريزه سيالیو لپاره لوبغاړي توليد کړي بلکه په راتلونکي کې به کرکټ او خصوصي سکتور داسې سره وصل کړي چې د افغانستان اقتصادي پياوړتيا به تضمين کړي.milii

افغانستان کې تر هر څه د کرکټ مينه وال زيات دي، هغوی ته که شپږيزه وي او که ميليون جام، خپل تور سور او زرغون بیرغ پکې رپوي. مينه وال د کرکټ سره مينه لري د ټورنمنټ د نوم سره نه، خو ميليون جام د چا بدو سترګو وواهه او که بد نيت چې اوس نه تر سره کيږي او ایا دا د هیواد لپاره په ګټه فيصله ده او که په تاوان، راځئ چې فکر وکړو. ميليون جام ټورنمنټ د لومړي ځل لپاره د يو ميليون افغانيو په سر چې ګټونکي ټيم ته به ورکول کيدې په لاره اچول شوی و.

ددې ډلې يو مشر ويل چې دا يو ميليون افغانۍ به په راتلونکي کې يو ميليون ډالر وي او د وخت په تيريدو به دا ټورنمنټ يو يو لوبغاړی په ميليونونو رانيسي. هر انعام به يي له ميليون څخه کم نه وي او همدا شان به ددې سياليو پواسطه ملي لوبغاړي او استعداد لرونکي ځوانان ميليونران شي. اوس چې دا سيالۍ نه کيږي نو څنګه به ځوانان د خپلو استعدادونو ازميښت ورکوي؟ څنګه به ددوی تر مينځ رقابت پيداشي؟

د دوهم ځل لپاره چې ميليون جام ټورنمنټ ترسره کيده نو د کوزې پختونخوا دوه نامتو لوبډلو هم پکې ګډون کړی و. هغه لوبډلې د خصوصي سکتور (حبیب بينک) له لوبډلې چې تازه يې په کابل کې د سياليو شاهدان و څو چنده غښتلې وې. او پټه دې پاتې نه وي چې د پولې پورې غاړه لوبډلې هم د ميليون جام ټورنمنټ د هيَت مديره په هلو ځلو د لومړي ځل لپاره د افغانستان يو شخصي سوداګريز ټورنمنټ کې راښکاره شوې. ميليون جام ټورنمنټ او ددې ټورنمنټ هيت مديره د هڅونې په ځای ورټل شول.million trphy 2

څه فکر کوئ که ميليون جام خپل فعاليت ته ادامه ورکړي نو هندي – بنګالي او عربي لوبډلې به کابل ته رانشي؟ داسې ښکاري چې ميليون جام د شپږيزې قرباني شو، دا فکر نا سم دی. دلته د سياليو په اختصاصي کيدو کې ګټه نشته. دا د کرکټ د پرمختګ مخه نيسي او د کرکټ او مينه والو تر مينځ فاصله او محدوديت رامينځ ته کوي.

دلته بايد افغان کرکټ بورډ خپل رغنده رول ولوبوي، د لوبغاړو د توليد کارخانې ( سوداګريزې لوبې) زياتې کړي او امکانات ورته برابر کړي چې کرکټ مو معياري شي، د لوبغاړو تر مینځ رقابت زيات شي، او په ټوله کې کرکټ د افغانستان د خزانې د پياوړتيا منبع شي.

دا هم ولولئ

میلیون لیګ به د روان کال په اپریل میاشت کې ترسره کیږي

  له یوه کال ځنډ وروسته میلیون لیګ بیا ترسره کیږي دا ځل به نوې رنګونه …

9 comments

  1. Exercise, diet, and supplementation can potentially hold
    off thhe effects off aging and all thhe other issues with llow testosterone longer than you think.

  2. Adverse effects ccan happen, although it’s essential for our wellbeing in little doses.

  3. Baillazrgeon J, Urbaqn RJ, Kuuo YF et al. Risk of myocardial
    infarction in older men receiving testosterone therapy.

  4. This nutrtitional supplement isn’t only marketed to increase sexual desire,
    but the producer also maintains this testosterone booster build endurance, can accelerate muscle development and reduce mscle pain after
    work outs.

  5. The hormones are synthetic hormones, which means that tey aren’t produced by the body and are created and
    develoiped in the lab.

  6. Based on our findings, we are requiring laeling changes for
    all prescription testosterone products to reflect the possible increased rixk of strokes and heart attacks connected with testosterone use.

  7. If some one wishes expert view concerning blogging after that i suggest him/her to pay a
    visit this weblog, Keep up the good work.

  8. Sign up for the Oceanside Nightlife Examineris column to keep informed of their shift.

  9. It’s taken considerably longer than predicted for this seaside
    area that was tiny to reach its potential, nonetheless it
    is eventually happening and getting ready to advance.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: