Home / افغانستان / ښه پلان ایرلینډۍ لوبډله بریالۍ کړه // عصمت صافی

ښه پلان ایرلینډۍ لوبډله بریالۍ کړه // عصمت صافی

لیکوال : عصمت صافی

ایرلینډ د یوه هوښیار او زیرک لوبډلمشر په شتون کې ښه پلان په ښه توګه عملي کړ؛

خو افغان لوبډلمشر بیا برعکس وو، نه یې د توپوهنې لپاره ځانګړی پلان درلود او نه یې د توپ اچونې لپاره. د ښه بیټینګ لاین لپاره لوبډلمشر له مودې راهیسې څه نه دي کړي، زمونږ توپ اچونه د توپوهنې په پرتله پیاوړې ده؛ خو د لوبډلمشر د بېکاره پرېکړو له امله سیاله لوبډله توانیږي،چې د منډو لړۍ پرمخ یوسي، مونږ د مجیب، راشد، نبي، دولت او ګلبدین ترڅنګ په لوبډله کې نور توپ اچوونکي هم لرل؛ خو لوبډلمشر پرې توپ اچونه ونکړه. ځینو لوبغاړو ته په توپوهنه کې مخکې چانس ورکول پکار وو، لکه نبي او ګلبدین؛ خو لوبډلمشر داسې ونکړل، د لوبغاړو له څېرو داسې ښکارېده، لکه دوی،چې د لوبډلمشر له پرېکړو خوښ نه وي.

Image result for ‪afghanistan vs ireland‬‏

په ۱۵ کسیز نوملړکې نجیب ځدران، افسر ځاځي او حمزه هوتک هم ځای درلود؛ خو نه نجیب ځدران، نه افسر ځاځي او نه حمزه هوتک ځای خپل کړ. د شفق ویکټ ساتنه تر پایه د قناعت وړ نه وه؛ خو افسر یې ځای ونه نیوه، د ایرلینډ ډکریل چپ لاسی توپ اچونکی و، ښه وځلید؛ خو حمزه هوتک ته چانس ورنکړل شو او نجیب ځدران یوازې په لوبغالي کې منډې ترړې وهلې.

Related image

 

یوازې لوبډلمشر به پړ نه وي، روزونکی او د لوبغاړو د ټاکونکې ډلګۍ غړي هم د پوښتنې وړ دي. ټاکونکې ډلګۍ لا هم د لوبغاړو په ټاکنه کې تر نیوکو لاندې ده، عثمان، رحیم منګل او ځینو نورو لوبغاړو په کور دننه ښې سیالۍ وکړې؛ خو ملي لوبډلې ته بېرته ستانه نشو.

د افغانستان په کوربتوب د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ایرلینډ خپله کړه، د لوبغاړو د ټاکونکې ډلګۍ که راتلونکو سیالیو ته پر نوملړ فکر کوي، له نورو وړاندې دې اصغر په کور کېنوي،چې په دغه لړۍ کې یې بې خونده لوبې کړي، بیا دې پیل له نورو وکړي، بورډ دې د اصغر ځای ناستی وټاکي، کنه نو همدا وړۍ او شړۍ!

Image result for ‪afghanistan vs ireland‬‏

له ملي لوبډلې سره د یوه بهرني روزونکي شتون ډېر اړین دی، مونږ په کور دننه ښه روزونکي لرو؛ خو له شته لوبغاړو سره یې شتون پر روزنه ښې پایلې نلري، یوه داسې روزونکي ته اړتیا ده،چې د سیالې لوبډلې پیاوړې او کمزورې نقطې ښه درک کړي او خپلو لوبغاړو ته هماغسې پلان برابر کړي او په پلي کولو یې بریالي شي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ که لنګه غوا 

کرکټ بورډونه! ۱- د افغانستان کرکټ بورډ د ډيرو کوټو يو تعمير دی؛ خلک پکې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: