Home / افغانستان / د شهزاد په نه شتون کې د CPL لپاره پنځه لوبغاړي وړاندې شوي

د شهزاد په نه شتون کې د CPL لپاره پنځه لوبغاړي وړاندې شوي

افغان لوبغاړي په کربین پریمیر لیګ سیالیو کې د لوبیدو لپاره بولۍ ته وړاندې شوې

Image result for afghan players in cpl

وروسته له بنګله دیش پریمیر لیګ افغان لوبغاړي په پاکستان سوپر لیګ او همدا ډول هندوستان پریمیر لیګ سیالیو کې واخیستل شول

د کربین پریمیر لیګ سیالیو لپاره به همدا لومړی ځل وي چې افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کیږي ، دغه لیست کې پنځه افغان لوبغاړي موجود دي

دوه هغه افغان لوبغاړي دي چې په اې پي ایل سیالیو کې هم لوبیږي راشد ارمان او محمد نبي عیسی خيل تر څنګ یې د ځوان لوبغاړي نجیب ځدران نوم هم بولۍ ته وړاندې شوی

دوه لوبغاړي چې تر ډیره شل اوریزو سیالیو او بیا دا ډول تجارتي سیالیو ته مناسب هم نه و انتخاب شوي هغه د پخواني لوبډلمشر نوروز منګل او اصغر ستانکزي نومونه دي

اصغر ستانکزی د اې پي ایل سیالیو لپاره هم وړاندې شوی و خو کومې لوبډلې خوښ نکړ ، شهزاد محمدي بیا هغه لوبغاړی دی چې اې پې ایل سیالیو ته وړاندې شوی و خو د دولت په څیر کومې لوبډلې خوښ نکړ

ممبۍ انډین لوبډلې لومړیو کې ویلې و چې شهزاد به دوئ خپلې لوبډلې ته واخلي خو وروسته په بولۍ کې وانخیستل شو

ټاکل شوې د سي پي ایل سیالیو لپاره به بولي په ۱۰ مارچ ترسره شي

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *