Home / آسيايي لوبډلې / کلنو وروسته ځیني بهرني لوبغاړي پاکستان کې لوبه کوي

کلنو وروسته ځیني بهرني لوبغاړي پاکستان کې لوبه کوي

له ډیرو کوښښونو وروسته پاکستان په دې بریالی شو چې پای لوبه لاهور پاکستان ته انتقال کړي او ځیني بهرني لوبغاړي پای لوبې ته بوځي

Image result for peshawar zalmi vs quetta

کویټې تیر پاې لوبې ته په وتلو کې پیښور زلمي مات کړي وو ، پاې لوبه یې بیا اسلام اباد ته بایللې وه ، دا ځل یې بیا د پاې لوبې لپاره زلمي مات کړل خو زلمیو بیا په دوهم چانس کې له وړتیا ډکه لوبه وکړه او کراچې ته یې ماتې ورکړه

تیر ځل اسلام اباد کویټې ته په ماتې ورکولو سره د پاکستان سوپر لیګ سیالیو اتلولي ګټلې وه خو دا ځل بیا له سخت سیال زلمیو سره د سیالۍ ډګر ته وتلې

د پاکستان سوپر لیګ اول ایډيشن په دوبۍ کې ترسره شوې وو د دوهم ایډیشن نورې ټولې لوبې په دوبۍ کې ترسره شوې خو پای لوبه یې په لاهور کې ترسره کیږي دا به له شاوخوا ۸ کلنو وروسته لومړی ځل وي چې ځیني بهرني لوبغاړي پاکستان ته لاړ شي او هلته سیالۍ ترسره کړي

په پاکستان کې نړیوال کرکټ وروسته له هغې ودرید کله چې په سریلنکایي لوبغاړو وژونکی برید وشو او لوبغاړي یې ټپیان کړل

پای لوبې ته ځیني بهرني مشهور لوبغاړي رانغلل ځیني کرکټ د امن او سولي لوبه ګڼلې نشي کولای چې خپل ژوند په خطر کې واچوي

 

دا هم ولولئ

لاهور لا څه د PSL پای لوبه په وزیریستان کې هم کیدای شوه

  د شاوخوا ۳۰ لوبغاړو ، ۴ لوبڅارانو ، ۱۰ شاوخوا کومینټریټرانو ، ۲۰۰ شاوخوا …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *