Home / آسيايي لوبډلې / عمران خان ځیني لوبغاړي پاکستان ته له تګ منع کړي

عمران خان ځیني لوبغاړي پاکستان ته له تګ منع کړي

د پې ایس ایل پای لوبه په لاهور کې ده خو ځیني بهرني لوبغاړي ورته نه راځي د کویټې لوبډلې دوو لوبغاړو وار لمخه د پاکستان له تګ انکار کړی لوک رایټ په خپل ټویټر کې لیکلي له غټ زړه سره بیا هم لاهور ته نشم تللی زما کورنۍ ماته اړتیا لري کورنۍ مې په خطر کې نشم اچولی کرکټ یوه لوبه ده د خطرو لوبه نده

Image result for England Player lock write in psl

رایټ زیاتوي زه امید وار یم چې یو وخت په پاکستان کې حالات ښه شي او هلته لوبه وکړم ، نوموړي د پې ایس ایل په اړه لیکلي له کویټې لوبډلې سره مې وخت ډیر ښه تیر شو ښه مشران یې دي خوندورې شیبې مو تیرې کړې

د کویټې بل لوبغاړی کیون پیټرسن وړاندې له دې چې د پاکستان تګ پوښتنه ترې وشي نا تاید شوي خبرونه وایې نوموړی انګلیستان ته روان شوی او نه غواړي پاکستان ته په داسې شرایطو کې راشي

Image result for kevin pietersen in psl

پاکستاني کرکټ مینوالو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي کیون پیټرسن ته عمران خان مسیج کړی چې پاکستان ته رانشي حالات خراب دي ، همدا ډول لوک رایټ ته هم ځيني لوړپوړو چارواکو ویلي چې ژوند خطر کې مه اچوه

کمیټریټرانو او کمره مینانو ته خو د ډیرو پیسو په ورکولو سره امکان ولري چې هغو راشي یو مینوال لیکي پاکستان سوپر لیګ ته دې نو د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي راولي ځکه نور څوک خو هسې هم نه راځي

همدغه نظر مو د افغان کرکټ شننونکي عصمت ساپي مخې ته کیښود چې ایا افغان لوبغاړي اوس پاکستان تلو ته زړه ښه کوي ؟

Image may contain: 1 person, beard and closeupساپي وایې : اوس هغه وخت ندی چې افغان لوبغاړي دې دېته ضرورت ولري چې پاکستان ته لاړ شي هلته دې سیالیو کې ولوبیږي، یو وخت و مونږ به پاکستان سره پاکستان کې سیالیو ته ډير خوشحالیدو ځکه نورو هیوادونو مونږ سره سیالیو ته زړه نه ښه کوو همدا ډول زمونږ په بورډ کې هم ځیني کسان و چې پاکستان کې بیرته کرکټ خلاصون ته یې لیوالتیا ښودله خو اوس افغان کرکټ بورډ او افغان لوبغاړي نه غواړي چې کوم خطر واخلي او لوبغاړو ته یې کومه ستونزه واوړي ، اوس هندوستان سره زمونږ روابط ښه دي هندوستان مونږ ته کورنی لوبغالی راکړی، هندوستان سره زمونږ د کرکټ روابط دومره ښه شوې چې هر سهولت وغواړو نو مونږ ته یې برابروي نو ضرورت نه احساس کیږي چې افغان لوبغاړي دې پآکستان ته د سیالیو یا تمریناتو لپاره ولاړ شي ، بیا هم که چیرته د ځینو لوبغاړو یا سیالیو په اړه پاکستان له افغان کرکټ بورډه غوښتنه وکړي نو د ښه ځای انتخابولو سره ښایې مثبت ځواب وويني

 

 

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ که لنګه غوا 

کرکټ بورډونه! ۱- د افغانستان کرکټ بورډ د ډيرو کوټو يو تعمير دی؛ خلک پکې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: