Home / آسيايي لوبډلې / شپږ بنګله دیشي لوبغاړي په اې پي ایل بولۍ کې وانخیستل شول

شپږ بنګله دیشي لوبغاړي په اې پي ایل بولۍ کې وانخیستل شول

له بنګله دیشه شپږ لوبغاړي د اې پي ایل بولۍ ته معرفي شوې و چې یو یې هم وانخیستل شو

Image result for bangladeshi players in ipl 2017 auction

په دغه لوبغاړو کې محمد الله ریاض ، مهدي حسن میراز ، انعام الحق او شبیر الرحمن هم شامل و ، مینوال یې اخیستلو ته لیواله وه خو د لوبډلو مالکانو یې نومونو ته وکتل او تر مخ یې تیر شول هیڅ یوې لوبډلې پکې دلچسپې ونه ښودله

تمیم اقبال او تسکین احمد لا په بولۍ کې ندي اعلان شوي اعلان به یې وشي که د لوبډلو مالکانو خوښ کړل اخلي یې کنه د نورو ډیرو نا اخیستل شوو په برخلیک به واوړي

د بنګله دیشي لوبغاړو قیمتونه دومره لوړ نه و د هر لوبغاړي قیمت ۳۰ لکه هندي روپۍ و خو بیا هم وانخیستل شول

مصتفظز الرحمن او شکیب الحسن د خپلو پخوانیو لوبډلو له لوري پرته له بولۍ اخیستل شوې ، مصتفظرالرحمن به له سن رایزر حیدر اباد سره لوبیږي او شکیب الحسن بیا له کلکتې لوبډلې سره لوبیږي

د اې پي ایل سیالۍ به په راروان اپریل او مئ میاشت کې ترسره شي

 

دا هم ولولئ

لاهور لا څه د PSL پای لوبه په وزیریستان کې هم کیدای شوه

  د شاوخوا ۳۰ لوبغاړو ، ۴ لوبڅارانو ، ۱۰ شاوخوا کومینټریټرانو ، ۲۰۰ شاوخوا …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *