Home / سوداګريز کرکټ / آي پي ايل / د راشد خان ارمان دا ارمان و چې په بهرنیو وتلو لیګونو کې ولوبیږي

د راشد خان ارمان دا ارمان و چې په بهرنیو وتلو لیګونو کې ولوبیږي

له یوې هندي رسنۍ سره راشد په مرکه کې ویلي دا یې ارمان و چې د هیواد ملي لوبډلې تر څنګ بهرنیو لیګونو کې ولوبیږي او د افغانستان نوم له نورو هیوادونو سره په قطار کې وویني

Image result for rashid khan arman

یوې هندي رسنۍ له راشده پوښتي چې کوم ارمان دې و چې په دومره ډیرو پیسو یې پوره کړې کور ، موټر ….

راشد یې په ځواب کې ووایې شکر د الله فضل دی اقتصادي حالات مو ښه دي کور لرو موټر لرو … خو خبره د لوبیدو او د افغانستان نمایندګي کول و هغه ارمان مې پوره شو

راشد خان ارمان افغان کریک بوک سره په ځانګړې مرکه کې خوښي وښوله چې د هند وتلي لیګ اې پي ایل ته اخیستل شوی ، نوموړی زیاته کړه شکر په دې وباسم چې ارمان مې الله ج پوره کړ، پیسې مهمې ندي راځي او ځي مهمه دا وه چې افغان لوبغاړي په هند وتلي لیګ اې پي ایل کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي ، له نړیوالو لوبغاړو تجربې ترلاسه کړي د افغانستان ښه انځور وړاندې کړي

راشد د افغان لوبغاړو دومره ژر پرمختګ د هیوادوالو مینه او هڅونه ښایې زیاتوي که لوبغاړو پسې دعا او ملاتړ وي راتلونکی به لا روښانه وي

یواځې راشد خان ارمان ندی بلکی محمد نبي عیسی خیل سره په هند وتلي لیګ سیالیو کې له سن رایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبیږي

 

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *