Home / آسيايي لوبډلې / جاوید مینداد دې د پاکستان کرکټ په اړه فکر وکړي “ببرک عمر”

جاوید مینداد دې د پاکستان کرکټ په اړه فکر وکړي “ببرک عمر”

وروسته له هغې چې جاوید مینداد په اې پې ایل سیالیو کې د افغان لوبغاړو اخیستل بې فایدې وګڼل او افغان کرکټ بورډ ته یې مشوره ورکړه چې پردیو لیګونو ته دې نه خوشحالیږي په خپل کرکټ پرمختګ دې غور وکړي او سم دې کړي

Image result for afghanistan cricket board

د مینداد دې څرګندونو یو شمیر افغان کرکټ شنونکي غصه کړي او د مینداد ته لار ښوونه کوي تر څو د افغان کرکټ پریږدي او د خپل کرکټ په اړه غور وکړي

افغان کرکټ شنونکی ببرک عمر په خپل فیسبوک پاڼه کې د مینداد څرګندونو په غبرګون لیکي ښاغلیه مینداده تاته دا ضرورت نشته چې د افغان کرکټ په جوړښت فکر وکړي مونږ پوهیږو چې څه څنګه وکړو ، ته زمونږ د لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو ته سوځې ، ته دې د خپلو لوبه خرڅونکو په اړه فکر وکړه مونږ پریده ، کومې ستونزې چې مونږ وینو د هغې لپاره د حل لارې خپله پيدا کوو ….

وروسته له دې چې افغان لوبغاړي اې پې ایل سیالیو ته واخیستل شول دې کار پاکستان ته سخت زور ورکړی کرکټران یې په ټولنیزو شبکو کې ډول ډول څرګندونې کوي

 

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *