Home / آسيايي لوبډلې / افغان لوبغاړي په IPL کې او د پاکستاني جاوید مینداد خبرې

افغان لوبغاړي په IPL کې او د پاکستاني جاوید مینداد خبرې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر جاوید مینداد له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې ویلې چې دوئ ته مهمه نده چې افغان لوبغاړي په اې پي ایل سیالیو کې په میلیونو روپیو واخیستل شول

Image result for afghan players in ipl

جاوید مینداد د پاکستاني لوبغاړو په اړه مرکه کې ویلي چې په لومړیو وختونو کې دا لږه سخته وه چې پاکستاني لوبغاړي د سیاسي لوبې ښکار کیږي او د نړۍ په وتلي لیګ سیالیو اې پي ایل کې ورته موقع نه ورکول کیږي مګر اوس دا دومره مهمه نده ځکه اوس پاکستان هم د نړۍ ستر لیګ پاکستان سوپر لیګ لري او لوبغاړي پکې په میلیونو روپیو اخیستل کیږي

د افغان لوبغاړو په اړه مینداد ویلي چې افغان لوبغاړي وي که د نورو هیوادونو لوبغاړي که په هر څومره روپیو واخیستل شي نو دوئ ته کومه مهمه خبره نده

یواځې مینداد نه بلکي د ډیرو پاکستاني کرکټ لوبغاړو او کرکټ پوهانو لپاره دا یوه حیرانونکي خبره وه چې افغان لوبغاړي په دومره لوړه بیه په اې پي ایل سیالیو کې اخیستل کیږي ځیني پاکستاني بیا د افغان لوبغاړو اخیستل یوه سیاسي لوبه ګڼي

خو افغان کرکټ شنونکي بیا په بل باور دي عصمت صافی د افغان لوبغاړو اخیستل د خوښۍ خبره ګڼي او وایې دا د لوبغاړو استعداد دی چې په وتلو سیالیو کې اخسیتل کیږي وړاندې افغان لوبغاړي په بنګله دیش پریمیر لیګ ، پاکستان سوپر لیګ او ځيني نورو لیګونو کې اخسیتل شوي

صافی زیاتوي په اې پي ایل سیالیو کې د افغان لوبغاړو اخیستلو تاثیرات په کورني کرکټ او داخلي لوبغاړو ډیر زیات دي د سکول او کلب لیول له کرکټ واخله تر ملي لوبډلې له لوبغاړو سره یوه نوې انګیزه پیدا شوه چې دوئ دې د هیواد ملي لوبډلې تر څنګ د نړۍ مشهورو کرکټ لیګونو ته واخیستل شي چې دا په افغانستان کې د کرکټ ودې ته مهم ګام و

Image result for afghan players in ipl

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ که لنګه غوا 

کرکټ بورډونه! ۱- د افغانستان کرکټ بورډ د ډيرو کوټو يو تعمير دی؛ خلک پکې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: