Home / افغانستان / د افغان کرکټ بخت راويښ شو!

د افغان کرکټ بخت راويښ شو!

ځينې خلک چې هر څومره وستايل شي بيا هم بسنه نکوي. هغه ځوان استعداد چې د پرمختګ په کارونو کې بې ساري تجربه لري په افتخاري ډول د کرکټ د لا ودې او پرمختګ لپاره د کرکټ بورډ ملاتړ ته یې مټې رابډوهلي. پداسې هيواد کې چې لا تر اوسه د کرکټ باغ نوې غوټۍ سپړلي، نيوکې او منفي کمپاينونه  يواځې ددې لوبې په زیان تماميږي. خو، بيا هم داسې ژڼي شته چې تل يې د کرکټ د باغ د وګمو د خپريدو لپاره هڅې کړي او د کرکټ د پرمختګ د فرستونو په لټه کې يې خپل امکانات دريغ کړي ندي.

خوږياڼی ياسر؛ هغه څېره ده چې د سوداګرۍ په برخه کې يې د ليسانس تر کچې زده کړې کړي. په 2003/04 ميلادي کال يې د پاکستان نيشنل بانک د شرقي زون په نماينده ګۍ کې د بازار موندنې او مشتريانو د خدماتود مرستيال په توګه د لمړي ځل لپاره دنده پېل کړه. د 2005 م کال د جون په میاشت کې د ختيځ زون لپاره د متحده ايالاتو د يوې پروژې سره د مالي خدماتو د متخصص په توګه  وګمارل شو چې د يو کال وروسته د افغانستان نړيوال بانک (AIB) لخوا د مشتریانو د آمر په توګه استخدام شو. خوږياڼي ياسر په کمه موده کې د افغانستان نړيوال بانک د شرقي زون د نماينده ګۍ د مشرتابه په توګه ونومول شو او خپلې دندې ته يې د 2008م کال د اکتوبر مياشتې پورې دوام ورکړ.

 په همدې کال خوږياڼی د ختيځ زون د تجارت د پراختيايي مرکز (ER-BDC) د ريس په توګه وټاکل شو چې د 2010 م کال د مۍ تر مياشتې يې کاروباريانو ته بې ساري خدمتونه عرضه کړل. یاسر خوږياڼی بیا د دوه کلونو لپاره د ټولنيزې پرمختيا او حقوقي مرستو په موسسه کې د ماليي د بخش د ريس په توګه په کار بوخت وو او په 2013م کال بیا د امريکا متحده ايالاتو د مرستندويه ادارې (USAID) د پلي کوونکي (DAI)سره د مرکزي ولایاتو د آمرپه صفت د کرنیزو کاروبارونو او داخلي کرنيزو فابريکو د پرمختګ په چارو کې د 2015م کال تر اخره بوخت و چې نايابه لاسته راوړنې يې درلودې. پدې موده کې ياسر خوږياڼی د ليکلو پيغامونو له لارې بزګرانو ته د باکيفيته توکو د عرضه کولو نوښت وکړ چې د لس ولایاتو بزګران يې تر پوښښ لاندې نيول. اوس مهال ياسر خوږياڼی د همدې ادارې سره مالي خدمتونو ته د لاس رسۍ په برخه کې د سلاکار دنده اجرا کوي. هڅه کوي چې د ټولو شتو بانکونو او مالي حمايه کوونکو ادارو سره په همغږۍ کورنيو توليداتي فابريکو ته د پور اخيستنې په برخه کې اسانتیاوې رامينځته کړي چې پايله به يې د پرمختللي کرنيز سکتور رامينځته کول وي.

خوږياڼی یاسر د پلان ليکنې په برخه کې بې ساري مهارت لري او نوښت لرونکو طرحو د چمتو کولو په خدایي استعداد سمبال دی.

د کرکټ په برخه کې تکړه ليکوال هم دی او د پرمختګ لپاره يې هر اړخيزه ګامونه اخيستي دي. لږه موده کيږي چې د کرکټ بورډ په غوښتنه د د افغان کرکټ د پراختیايي چارو د افتخاري مشاور په توګه ګمارل شوي او نه ستړې کيدونکې هلې ځلې يې شروع کړيدي. خوږياڼی اوس مهال په اوونۍ کې يوه ورځ (شنبه) د کرکټ بورډ اداره کې  په بنسټيزو کارو بوخت وي او په نژدې راتلونکې کې به د کرکټ بورډ اداره د قوانيونو، پاليسيو، بهرنیو روابطو، ظرفیت لوړاوي، او بازار موندنې له اړخه تر بل هر وخت غښتلې او په پښو ودروي.

دا ځوان وطن پرست دی – ماده پرست نه ! کرکټ سره مينه لري او خپله ټوله انرژي د کرکټ د ښې راتلونکې لپاره مصرفوي. له ټولو ځوانانو (چې د فيسبوک له لارې په کرکټ بورډ نيوکې لري ) هيله لري چې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره د ادارې له تخريبولو ډډه وکړي او د بقا او لپاره ‎يې خپلې نيکې مشورې او نظريات ونه سپموي. د یاسر خوږياڼي ټولې لاسته راوړنې به د افغانستان کرکټ  په يو معياري کرکټ او یاده اداره به په يوې پياوړې اداره بدله کړي.

مونږ ورته د ژوند په چارو کې د لا بريا دعا کوو.

                                  ژوندی دې وي افغانستان !

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *