Home / سوداګريز کرکټ / آي پي ايل / کوم افغان لوبغاړي به آې پي ایل سیالیو کې لوبیږي؟

کوم افغان لوبغاړي به آې پي ایل سیالیو کې لوبیږي؟

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلې دي چې د هند سترې تجارتي سیالۍ اې پي ایل د افغانستان لپاره ښه فرصت دی چې په افغانستان کې کرکټ ته لا وده ورکړل شي

Related image

ابدالي په خبرو کې ویلې څرنګه چې کرکټ د خلکو تر منځ د اړیکو لپاره یوه ښه وسیله ده پکار ده چې د ښه روابطو لپاره ترې ګټه واخیستل شي ، ابدالي هیله وښوده چې افغان لوبغاړي په لوبډلو کې واخستل شي

دا به لومړی ځل وي چې افغان لوبغاړي د هند په سترو سیالیو ای پي ایل کې بولۍ ته وړاندې کیږي او د لوبډلو له لوري به یې لوبغاړي رانیول کیږي ، بولي په ۲۰ د فبروري په بنګلور کې ترسره کیږي د افغانستان له لوري به د دغو سیالیو بولۍ کې محمد نبي عیسی خیل ، راشد ارمان ، دولت ځدران ، محمد شهزاد او نجیب  ځدران اعلان شي ، پدې لوبغاړو کې چې د لوبډلو مالکانو څوک انتخاب کړل ورسره به قراداد امضا کړل شي

د لومړیو مالوماتو له مخې په افغان لوبغاړو کې به محمد شهزاد تر نورو لوبغاړو ډیر خوښونکي ولري تر څو یې خپلو لوبډلو ته په ښه قیمت واخلي ، ۲۹ کلن محمد شهزاد څو کلونه د افغانستان غوره لوبغاړی راغلی ، همدا رنګه یې په تیر بنګله دیش پریمیر لیګ سیالیو کې ۳۵۰ منډې  جوړې کړې وې چې د دغه سیالیو ۵ م غوره توپ وهونکی راغلی و

Image result for ‪shahzad mohammadi‬‏

یاده دې وي محمد شهزاد یوآځنی افغان لوبغاړی دی چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۱۶ کال دوهمې او دریمې درجې لوبډلو غوره لوبغاړی ټاکل شوی

ځکه خو یې امکان ډیر شته چې له نورو لوبغاړو په ښه قیمت لوبډلې ته جذب شي

Image result for ‪shahzad mohammadi in bpl‬‏

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *