Home / افغانستان / شهزاد محمدي باندې د ممبئ انډين لوبډلې سترګې خوږې شوي

شهزاد محمدي باندې د ممبئ انډين لوبډلې سترګې خوږې شوي

هیله کیږي د لومړي ځل لپاره  به د هند وتلي سوداګیز کرکټ لیګ اې پي ایل په لوبو کې افغان لوبغاړي ولوبیږي

Image result for ‪shahzad mohammadi‬‏

پنځه افغان لوبغاړي د اې پي ایل لوبو په اخیستنه کې شامل دي د دغه لوبغاړو له ډلې یو محمد شهزاد محمدي دی چې د توپ وهنې او توپ نیونې ځانګړې وړتیا لري

ممبۍ لوبډلې د محمد شهزاد د رانیولو هڅې پیل کړي ، شهزاد ویکټ ساتنه او د پیل توپ  وهنه له روهیت شرما سره ډیره ګټوره ثابتیدلای شي

محمد شهزاد د شل اوریزه لوبو د توپ  وهونکو په جدول کې ۷ مقام  لري ، شهزاد یو له هغه لوبغاړو دی چې ډیر امکان لري په ښه قیمت په اې پي ایل سیالیو کې واخیستل شي

Image result for ‪shahzad mohammadi‬‏

۲۹ کلن محمد شهزاد محمدي په ۸۸ شل اوریزو سیالیو برخه اخیستې د ۳۲ اوریج په لرلو سره یې ۲۵۶۳ منډې جوړې کړې دي ۱۷ نیمه سلیزې او یوه سلیزه یې وهلې په یوه شل اوریزه سیالۍ کې یې زیاتې منډې  ۱۱۸ دي چې په نړیوال جام سیالیو کې سلیزه وهلې ده

د شهزاد توپ وهنې او توپ نیونې وړتیا ده چې نوموړی په اې پي ایل سیالیو کې د اخستلو په درشل کې دی ، هندي کرکټ پوهان وایې شهزاد محمدي په ۲۰۱۷ کال اې پي ایل سیالیو کې ښه خریداران لري په ښه بیه به واخیستل شي

Related image

هندي سپورټي ویبپاڼه سپورټ کیدا په خپل نظر کې لیکي شهزاد یو له هغه لوبغاړو دی چې د لوبې په جریان کې میدان تود او مینوال خوښ ساتي ، د ممبۍ انډین لوبډلې سترګې په محمد شهزاد دي تر څو یې د خپلې لوبډلې واخلي

Related image

Related image

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ که لنګه غوا 

کرکټ بورډونه! ۱- د افغانستان کرکټ بورډ د ډيرو کوټو يو تعمير دی؛ خلک پکې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: