Home / افغانستان / په هلمند کې د کرکټ لوبغالي جوړیدو چارې پیلیږي

په هلمند کې د کرکټ لوبغالي جوړیدو چارې پیلیږي

 

هلمند ولایت ته د کرکټ بورډ  پلاوي سفر وکړ ، په سفر کې د انجینرانو له لوري د لوبغالي ځمکه وکتل شوه تر څنګ په نږدې راتلونکې کې د لومړیو کارونو د پیل خبر وکړ

Image may contain: 4 people

د پلاوي مشري حاجي عزیزالله فضلي کوله نوموړي په یوه خبري کانفرانس کې خبریالانو ته د لوبغالي په اړه معلومات ورکړل چې په ۲۰ جریبه ځمکه کې به په نړیوال معیار برابر جوړ شي

فضلي په خبرو کې د افغان کرکټ په لنډه تاریخچه خبرې وکړې تر څنګ یې د کرکټ پرمختګ ځیني خاطرې له خبریالانو سره شریکې کړې ،زیاته یې کړه د پنځه معیاري لوبغالو له لرلو وروسته کوښښ روان دی چې څو نور معیاري لوبغالي هم ولرو چې یو یې د هلمند لوبغالی دی چې د لومړیو کارونو لپاره یې ۷ لکه ډالر د مواد مخدر په ضد د مبارزې وزارت له لوري ورکول کیږي ، کوښښ به مو وي چې نورې مرستې هم راجلب کړو تر څو لوبغالی پرې په نړیوال معیار برابر کړو

د هلمند د خلکو استازي اغلې نسیمې  نیازۍ  له هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات غوښتنه وکړه چې د لوبغالي تر څنګ ورته ځیني نوره ځمکه ورکړي تر څو پکې د لوبغاړو لپاره روزنیزه اکاډمي د اوسیدو ځایونه او نور اړین ځایونه برابر کړي

د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د کرکټ بورډ له مسولینو مننه وکړه چې د ځوانانو راتلونکي روښانه کولو کې یې مهمه ونډه لرې ده، تر څنګ یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه

Image may contain: 4 people, indoor

ښاغلي حیات زیاته کړه افغان کرکټ دومره ژر مخته تګ کړی چې د نړۍ هیڅ یوې لوبډلې دومره ژر پرمختګ ندی کړی ، دا ټول د لوبغاړو خواري او کوښښونه دي تر څنګ یې له مینوالو هم مننه وکړه چې تل یې لوبغاړي هڅولي

Image may contain: 5 people, people standing

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *