Home / لوبه / روزونکي / مشورتي روزونکی فیلیپ سیمونز

مشورتي روزونکی فیلیپ سیمونز

فیلیپ سیمونز د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د مشورتي روزونکي په توګه دنده واخیسته

Image result for Philip Simmons coaching
د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی فیلیپ سیمونز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشورتي روزونکي په توګه وټاکل شو. نوموړی به د مشر روزونکي سره په ګډه د ملي لوبغاړو روزنه کوي.
فیلیپ سیمونز چې په ښي لاس یې توپوهنه کوله او میډیم پیس بالر وو، د روزنې په برخه کې هم د غوره تجربو درلودونکی دی او د زمبابوې ملي لوبډلې د مشر روزونکي سربیره یې د ایرلنډ او ویسټ انډیز ملي لوبډلو د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

Image result for Philip Simmons coaching
د نوموړي د خدمت په موده کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې نړیوال جام وګاټه.
سربیره پردې، فیلیپ سیمون ۲۶ ټیسټ سیالۍ او ۱۴۳ نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ او ۲۰۷۷ د لومړۍ کچې (First Class) سیالۍ ترسره کړې دي.
د توپ اچونې په برخه کې هم نوموړی د خپلې لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی وو او د لوبډلې په جوړښت کې یې اغیزناک رول لوباوه.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د فیلیپ سیمونز په دنده ګومارل د افغان ملي لوبډلې د استعدادونو په وده کې یو اغیزناک ګام بولي چې په راتګ سره به یې په هره کچه د ملي لوبډلې وړتیاوې پراختیا ومومي.

دا هم ولولئ

په هلمند کې د کرکټ لوبغالي جوړیدو چارې پیلیږي

  هلمند ولایت ته د کرکټ بورډ  پلاوي سفر وکړ ، په سفر کې د …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *