Home / افغانستان / د فرسټ کلاس ( First-Class ) او لیست ای ( List A ) لوبې // احسان الله ساپی

د فرسټ کلاس ( First-Class ) او لیست ای ( List A ) لوبې // احسان الله ساپی

Image result for shpageeza cricket league 2016

فرسټ کلاس ( First-Class ) او لیست ای ( List AA ) دا معنی چې د کرکټ د قوانینو له مخې د یوه هېواد داخلي یا بهرنۍ لوبې په رسمي توګه ثبت او کرکټ‌ یې په هماغه اساس ارزول کېږي، چې وروسته ورباندې نورې پریکړې کیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د ډومیسټیک یا کورني کرکټ څلور ورځینۍ سیالۍ چې د «احمد شاه ابدالي ټورنمنټ» تر نامه لاندې ترسره کیږي، دې ته د فرسټ کلاس یا لومړۍ درجه او د «شپږیزه لیګ» چې شل اوریزه سیالۍ دي، ورته د لېسټ ای نوم ورکړل شو، خو دا په دې معنی نه ده، چې ګنې افغانستان پوره غړیتوب واخیست، د پوره غړیتوب لپاره هم ځانګړي شرایط دي، چې باید د یو هېواد کرکټ یې پوره کړي او بیا ورباندې د کرکټ نړیواله شورا غور وکړي.

د پوره غړیتوب ترلاسه کولو په موخه باید د یو هېواد ډومیسټیک یا کورنی کرکټ پرمختللی وي، د فرسټ کلاس او لیست ای درجه یې چې واخیستل شوه ، هم اړینه ده. هغه هېواد باید څو په نړیوال معیار جوړ میدانونه ولري، نو که دا خبره شي، نو مونږ پکې پاتې راغلي یو، ځګه چې تر اوسه زمونږ هیڅ یو میدان په نړیوال معیار سره نه دی برار، معیار یې دا نه دی، چې یو میدان دي ۷۰ یا ۹۰ میتره (Boundary) یا پوله ولري؛ بلکې ټولې اسانتیاوې او برخې یې مکملې وي، او ځیني داسې نور شرایط هم شته دی…

Related image

اوس خبره دا ده، چې د کرکټ نړیواله شورا هم د افغان لوبډلې وروستیو سیالیو ترسره کیدو ته په کتو د پوره غړیتوب لرونکو یو شمیر پیاوړو لوبډلو لکه د ویسټ انډیز، بنګله دیش او زمبابې په ماتولو، د اوسني تیز کرکټ ترسره کیدو، د افغان لوبډلې د یو شمیر لوبغاړو په بهرنیو تجارتي سیالیو کې ښه ځلیدو، ترڅنګ یې په نړیواله درجه بندۍ کې د افغان لوبغاړو مخکې راتګ یو څه غلې کړې ده، نو دوي هم اوس د پوره غړیتوب ورکولو لپاره په یو پلان کې دي، چې څه ډول دوي هم افغانستان را داخل کړي او ورسره بنګله دیش، زمبابې او بله کومه لوبډله هم زیانمنه نه کړي، نو اوسنۍ پریکړه یې دا ده، چې تر راتلونکې اپرېل میاشتې پورې به د افغانستان او ایرلنډ د بشپړ غړیتوب د ورکولو برخلیک هم روښانه شي.

انتظار…

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *