Home / آسيايي لوبډلې / ډهوني وسوځیده او براوو ورته چمپین ډانس شروع کړ

ډهوني وسوځیده او براوو ورته چمپین ډانس شروع کړ

د شپږیزو پیل ډیر ځنډ ونه کړ د لوبې له دوهم توپ د شپږیزو لړۍ پیل شوه د ویسټ انډیز نارحمه توپ وهونکو په یوه اوور کې تر ۵ شپږیزو ووهلي د لیویس له لوري په ۴۸ توپونو سلیزه جوړه شوه پکې ۹ شپږیزې او ۵ څلوریزې شاملې وې لیویس پیلیز لوبغاړی و تر څنګ یې بل پیلیز لوبغاړي چارلیس هم توفاني توپ وهنه وکړه چارلیس په ۳۳ توپونو ۷۹ منډې جوړې کړې پکې ۷ شپږیزې او ۶ څلورې شاملې وې

د ویسټ انډیزي لوبډلې د توپ وهنې ترتیب کې یوآځې د سترو شاټونو لوبغاړي رامخته کیدل ویسټ انډیز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۴۵ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې ۲۴۶ منډې هدف وټاکه دا د شل اوريزو لوبو دريم ستر هدف و لومړی ستر هدف سرلنکا د کينيا پروړاندې ۲۶۰ منډې جوړې کړې وې او اسټرليا د انګلیستان پر وړاندې ۲۴۸ منډې جوړې کړې وې

هندوستان د هدف په تعقیب کې له ډیرې هوښیارتیا کار واخیست له پاتې رن ریټ سره یې سمې منډې جوړولې روهیت شرما په ۲۸ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې ۴ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې د راهول ۱۱۰ ناسوځیدلې او دهوني ۴۳ منډو هندوستان یوه منډه کم مساوي ته ورسوو

په وروستي اوور کې یوآځې اته منډې پاتې وې دهوني او راهول ولاړ و په دې اوور کې کومه څلوریزه رانغله په یوه یوه منډه وروستي توپ ته یوه مساوي او دوه ګټې ته پاتې وې دهوني د توپ مخې ته ولاړ او او براوو ورته توپ اچونه کوله په دې توپ دهوني وسوځیده او براوو ورته چیمپین ډانس شروع کړ لوبه ویسټ انډيز په یوه منډه وګټله

د لوبې غوره لوبغاړی لیویس وټاکل شوه چې په ۴۹ توپونو یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې وې

دا هم ولولئ

د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره انګلیستان سر له اوسه امادګي شروع کړې

د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره د انګلیستان مهم بدلون انګلیستان د نولس کلنو …

2 comments

  1. Therefore, due too these testosterone side effects, one should avoid takin testosterone supplements or drugs, particularly if the person is suffering benign prostatic hypertrophy (BPH), bleeding disorders,
    high cholesterol, any kind of cancer, liver or kidney disorder, heart disease, etc.

  2. Hello, this weekend is pleasant designed for me, since this occasion i am reading this great
    educational paragraph here at my house.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: