Home / آسيايي لوبډلې / ویسټ انډیز او پاکستان د لومړي ځل لپاره شپنۍ ټیسټ لوبه ترسره کوي

ویسټ انډیز او پاکستان د لومړي ځل لپاره شپنۍ ټیسټ لوبه ترسره کوي

پاکستان او ویسټ انډیز لوبډلې د روان کال په ستمبر میاشت کې دبۍ ته راځي او لړ سیالۍ ترسره کوي د سیالیو پیل له شل اوریزه لوبو کېږي پسې یو ورځنۍ او ورستیو کې  شپنۍ ټیسټ لوبه او دوه نورې ټیسټ لوبې ترسره کوي  پاکستان او ویسټ انډیز د لومړي ځل لپاره شپنۍ ټیسټ سیالي ترسره کوي

د سیالیو لړۍ به له ۱۴ اکتوبر پیل شي لومړۍ ټیسټ لوبه به له ۱۳ تر ۱۷ اکتوبر پورې د ورځې په ورستیو برخو او همدا ډول په شپه کې ترسره شي دا د کرکټ په تاریخ کې دوهم ځل دی چې دی چې شپنۍ ټیسټ لوبه ترسره کیږي

د لومړي ځل لپاره د کرکټ په تاریخ کې شپنۍ ټیسټ لوبه د اسټرلیا او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ ایډلیډ کې ترسره شوه ، پاکستان له ویسټ انډیز وغوښتل تر څو په سیریز کې ورسره یوه شپنۍ ټیسټ لوبه ترسره کړي ویسټ انډیز له ډیر سوچ وروسته مثبت ځواب ورکړ

له دې لوبې وړاندې ویسټ انډیز یوه درې ورځنۍ شپنۍ لوبه هم ترسره کوي چې دغه لوبه به ښایې په شارجا کې ترسره شي د پاکستان او ویسټ انډیز په دې سیریز کې درې ټیسټ درې شل اوریزه او درې یو ورځنۍ لوبې شاملې دي لومړی به دوه شل اوریزه لوبې به په ۲۳ او ۲۴ او وروستۍ شل اوریزه لوبه به په ۲۷ ستمبر ترسره شي

یو ورځنۍ لوبې به په ۳۰ ستمبر پیل دوهمه به په ۲ اکتوبر او دریمه به په ۵ اکتوبر ترسره شي لومړۍ ټیسټ لوبه به په ۱۳ اکتوبر پیل او تر ۱۷ به وشي دوهمه ټیسټ لوبه په ۲۱ اکتوبر پیل او تر ۲۵ به ترسره شي او وروستۍ ټیسټ لوبه به په ۳۰ اکتوبر پیل او تر ۳ نومبر به دوام ومومي

د همدې کال په وروستیو کې پاکستان یوه بله شپنۍ ټیسټ لوبه له اسټرلیا سره ترسره کوي

دا هم ولولئ

د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره انګلیستان سر له اوسه امادګي شروع کړې

د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره د انګلیستان مهم بدلون انګلیستان د نولس کلنو …

3 comments

  1. Hi there, I found your blog by the use of Google whilst searching for a similar topic, your web site got here up, it appears to be like good.
    I have bookmarked it in my google bookmarks.
    Hi there, simply become aware of your weblog through Google, and found that
    it’s really informative. I am going to be careful for brussels.
    I’ll be grateful in the event you continue this in future.
    A lot of other people might be benefited from your writing.
    Cheers!

  2. Its great assortment is celebrated by the City
    of Oceanside In a number of ways throughout this excellent Southern Californian community.

  3. AREA 1029 – Rescue Windows (Colorado conditions) Ch 11A and
    11B – not many modifications in impaired access needs.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: