Home / افغانستان / د ایرلینډ سره له سیالیو څه زده کول په کار دي؟

د ایرلینډ سره له سیالیو څه زده کول په کار دي؟

65409

لیکوال: واصل وصال

د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ مې د کرکټ سیالۍ له نږدې څارلې ،د سیالیو پرمهال مې پر لوبو تبصرې او کمنټري هم کوله.د ایرلینډ سره د سیالیو پرمهال داسې ډېر مسایل مخې ته راغلل چې د راتلونکي لپاره زمونږ د کرکټ بورډ او لوبغاړو لپاره ښه درس دی.

غواړم دلته يو شمېر مهمو مسایلو باندې رڼا واچوم.

لومړی ـ لوبډلمشر او لوبډلمشري:

لوبډلمشر په لوبډله کې ډېر مهم رول لوبوي د لوبې لپاره يولس کسیزه ډله تر ډېره د لوبډلمشر په مشوره ټاکل کیږي او دا کار ددې لپاره کیږي چې لوبډلمشر بیا د لوبې پرمهال د هر لوبغاړي څخه په مناسب ځای کې کار واخلي او لوبډله بریا ته ورسوي.

13700127_1730375643883693_2641491148933019010_n

خو د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې د اصغر ستانکزي لوبډلمشري او دده خپله کارکردګي تر ډېره په ټولنیزه میډیا کې تر نېوکو لاندې وه.

که چېرې ورستیو تېرو څلورو سیالیو ته ځير شو نو په رښتیا هم اصغرستانکزي په دغو سیالیو کې خاص ندی ځلېدلی او له بله اړخه يې لوبډلمشرۍ کې هم تېروتنې درلودې، په ځانګړې توګه د توپ اچوونکو په انتخاب او بالینګ ترتیب کې پرېکړې تر ډېره ښې نه وې.

همداشان سره له دې چې توپ اچوونکی د دې صلاحیت لري چې ځانته توپ نېونکو لپاره موقعیتونه وټاکي خو لوبډلمشر هم په دې برخه کې مهم رول لري چې ښه فلیډینګ ودروي چې په دې برخه کې نوموړې تشې لرلې ، همداشان په بیټنګ لاین کې یې هم ځانګړی رول نه لرلو.

زما له انده لوبډلمشر باید داسې يو څوک وي چې د لوبې په هره شېبه کې د لوبې کابو کولو لپاره ځانګړې پرېکړې ولري په ځانګړې توګه د فیلډنګ په وخت کې چې د میدان ټوله مشري دده په غاړه وي.

د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې مونږ په هرې سيالۍ کې اته نهه کسه توپ اچوونکي لرل،زما په اند که لوبډلمشر له توپ اچوونکو پرځای کار اخیستی وی نو ممکن مونږ بې ماتې پاتې وای.

زما وړاندیز د لوبډلمشر په برخه کې دا دی چې افغان کرکټ بورډ باید سر له اوسه د يوه بل لوبډلمشر په اړه غوره وکړي نو بهتره به وي.

دویم ـ بیټنګ لاین:د ایرلینډ په وړاندې سیالیو کې افغان لوبډلې ثابت بیټنګ لاین نه درلوده په ځانګړې توګه د پېل او ټاپ ارډر په برخه کې ډېره ګډوډي وه.

که چېرې د ایرلینډ سره په سیالیو کې نبي عیسی خیل،راشد خان او نجیب ځدراڼ ته مخکې موقع ورکړل شوی وی نو ښايي اوس به د لوبو نتیجه بدله وای.

که مو په یاد وي کله چې انضمام الحق د ملي لوبډلې مشر روزنکی و نو هغه همدا کار کړی و. نبي ته یې په ون ډاون پوزېشن او نجیب يې هم په مناسب ځای کې میدان ته ښکته کوو.

له بله اړخه زما په اند که چېرې د نړۍ نورو لوبډلو ته ځیرشو تقریبا په ټولو لوبډلو کې د اوپنګ يا پيل دوو لوبغاړو کې يو کیڼ لاسی یا چپ لاسی توپ وهونکی وي.افغان لوبډله هم که د شهزاد سره نجیب ځدراڼ د اوپنګ لپاره انتخاب کړي نو بده به نه وي.

درېیم ـ نوي او پخواني لوبغاړي:

د ایرلینډ سره په سیالیو کې له پخوانیو هغو لوبغاړو چې د افغانستان لپاره يې ډېرې سیالۍ کړي او تجربې یې هم ډېرې دي،خو بیا هم مونږ او تاسو ولیدل چې ځوانان مو له مشرانو وړاندې شول او ښه وځلېدل.

په ځانګړې توګه راشد خان،رحمت شاه او نجیب ځدراڼ دومرې ښې لوبې وکړې چې د افغانستان کرکټ راتلونکي ته یې د هېوادوالو هیله مندي زیاته کړه.

خو يو شمېر پخوانیو لوبغاړو يواځې د يو ځوان لوبغاړي ځای ډک کړی او خاصه نتیجه یې نلرله،لکه اصغرستانکزي،نورعلي ځدراڼ همداشان میرویس اشرف او نورو …

13707522_1730375397217051_770457187042258184_n

زما له انده بهتره به وي چې په لوبډله کې د يو شمېر پخوانیو لوبغاړو پرځای هم ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شي او پخوانیو لوبغاړو ته کرکټ بورډ لازمو ځایونو کې نورې بوختیاوې پیدا کړي.

بهتره به وي چې د شفیق الله شفق،حضرت ځاځي،فرید ملک او يو شمېرو نورو ځوانو استعدادونو باندې کار وشي.

څلورم ـ روزونکي:

افغان کرکټ بورډ باید خپل روزونکي هم و ارزوي چې ددوي روزنه څومره مثبته وه او همداشان د روزونکو نظر او مشورې هم واوري چې دوی د افغان لوبډلې د لا پرمختګ لپاره څه نظر لري.

دغه لیکنه مې د خپلو مشاهدو له مخې کړې او موخه مې ترې د کرکټ ښه والی دی.

په درنښت

 

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

29 comments

  1. قدرمن وصال صاحب له لیکنې مو نړۍ مننه.
    که د کریکټ هر مینه وال خپل لوبغاړي، لوبډله او کریکټ بورډ خپلو تېروتنو ته متوجه کړي پرته له شکه چې د کریکټ د ودې او پر مختګ لپاره به خورا زیات اغېزمن وي.
    په بشپړ درناوي سره باید ووایم چې په پورتنۍ لیکنه کې مو له دوو یادونو سره موافق نه یم چې په لاندې ډول دي:
    ۱- نجیب ځدراڼ د پرانستې(Top Order) لوبغاړی نه دی بلکې د منځنۍ برخې (Middle Order) لوبغاړی دی له همدې امله که د یوه پخواني لوبغاړي لکه نورعلي ځدراڼ پر ځای حشمت شهیدي واخیستل شي او د شهزاد محمدي سره د لوبې پرانسته وکړي ډېره به غوره وي ځکه له یوې خوا نوموړی د سر له لوبغاړو (Top Order) څخه دی، هم چپ لاسی دی او چپ لاسی ورو توپ اچونکی (آف بریکر) هم دی. له بله پلوه به منځنۍ برخې (Middle Order) ته هم یو پیاوړی چپ لاسی توپ وهونکی ولرو.
    ۲- هغه پخواني لوبغاړي چې زما په آند په لوبډله کې د پاتې کېدو جوګه دي شهزاد، نبي، میرویس او دولت دي. میرویس یواځینی تجربه کاره منځنی تېز توپ ویشتونکی دی چې د توپ ویشتنې برخې ته په کتو په (Medium Fast Bowling) برخه کې د نوموړي تشه څوک نشي ډکولی. نوموړی د منډو په مخنیوي او ځینې مهال د اوږدو ملګرتیاوو د ماتولو ښه تجربه لري.
    همدا ډول د کوچنګ او کپټنسۍ د ستونزو سربېره د ټیم منجمنټ او په ټوله کې د کریکټ بورډ منجمنټ او سرپرستۍ کې هم ژورو بدلونونو ته اړتیا ده. اصغر ستانکزی د کپتانۍ او په لوبغالي کې د لوبډلې د مشرۍ او تنظیم وړتیا نه لري. په ټيم منجمنټ کې هم د کپتان او کوچ (روزونکي) سربېره نورو پیاوړو د کریکټ ماهرینو ته اړتیا ده او بله دا چې زمونږ ویډیو انلسټ خو هېڅ درک نه لري. نوموړی، روزونکې ډله او ټیم منجمنټ دنده لري څو د مخالفو لوبغاړو پیاوړې او کمزورې نقطې پیدا او لوبغاړي پرې خبر کړي. که تاسو پام کړی وي د اېډي جویس پر وړاندې زمونږ د لوبغاړو بالنګ داسې برېښېده لکه د نوموړي په کمزورو نقطو چې هېڅ تمرکز نه کېږي او یا دا چې نوموړی هېڅ کمزورې نقطې و نه لري.
    په درنښت

  2. Again, it’s not a prerequisite the patiemt that is truthfully interested in therapy
    to improved future and his health usually follows the doctor’s guidance on repeat blood
    work.

  3. During this period, 2.8 percent of men on hormone therapy had
    inpatient psychiatric treatment, comparerd with 1.9 percent of their peers.

  4. Use of testosterone in women has been linked to changes in cholesterol as well as
    states like hirsutism and acne, the excessive growth of hair,frequently on the face, back or torso.

  5. My spouse and I stumbled over here different website and thought I might check things out.
    I like what I see so now i’m following you. Look forward to looking
    at your web page repeatedly.

  6. Of your pet friendly resorts in California, we’re walking distance from John Ortega Recreation Park and Joe Balderama Recreation Centre, so you will will have a good place to go your pet.

  7. Definitely it is nearly absurd how the beach gets
    these gusty breezes.

  8. There’s a variety of Sabo charms though this can be quite a
    circumstance, picking it’s doable to all the time be pretty tough.

    It is because they are all elaborately and also aesthetically created.

  9. Premiums on 1 ounce gold bars are, on the time of writing significantly elevated premium at around 19%.

  10. The three sets within the assortment had been valued
    at $6 million-eight million in 1991.

  11. To tell if it is real, use a magnet.

  12. It’s important that the packaging matches the contents; the extra excessive-finish
    the product you might be selling, the extra essential that the
    packaging displays the quality. Black and modern is a good selection to show luxury.
    For eco-friendly merchandise, pure coloured recycled packaging
    is finest. Keep constant.

  13. Tiger’s eye is an fascinating and delightful gemstone that is
    stated to have nice powers of protection. It has been utilised in lots
    of cultures to extend psychic capacity and encourage calmness in the wearer.

  14. I stay up for seeing the Duchess wear it sooner or later.

  15. Try making your personal jewellery pieces.
    It just takes some instruments and some materials to get began. More particularly,
    there are numerous sorts of materials you should use.

    You can use wire, string, beads, yarn, thread, glass,
    stone, steel, and so forth. The only limitation is your palms and your creativeness, so have
    enjoyable with it.

  16. I am in the technique of establishing a blog referred to
    as The Hipsterette, which I am aiming to launch in March.

  17. Additionally if you happen to ordered a ring and it arrived in the wrong size it might have to get despatched again and replaced
    or sized, which may take more time.

  18. As soon as you’re happy with the position of the solder, gently apply the warmth to the solder, conserving the flame shifting somewhat
    than centered in one spot so that the solder flows evenly across and into the seam.

  19. When you have decided on your choice of metallic, fashion, width and design,
    precisely measured your finger sizes and shopped round to find the very
    best place to purchase, you may make your buy with the arrogance that you have found the correct ring for you at
    the proper worth. Your wedding ring will likely be an eternal reminder of this
    really big day.

  20. However the question that hovers of their thoughts is that can it go down or surge up in future.

  21. Fantastic hub with distinctive data. I am in Gems and Jewelry enterprise representing centuries outdated tradition of excellence in Gems and Jewelry.

  22. Take note of the construction of a chunk of jewellery.

    The extra claws that maintain a stone in place, the
    higher. Clasps should be straightforward to open, however
    not flimsy.

  23. The theft has prompted anger among workers and unions, who denounced lax security at
    the Carlton.

  24. The thriller piece is a convertible piece of bijou called a brooch-pendant.

  25. PUSH THE THE TOP OF THE JEWELLERY INTO THE CLASP.

  26. The Indian tribe’s idea of earrings was of hooks and large bars with sharp end.
    The sailors’ was about hoops and studs.

  27. A Handcrafted Jewellery Show should always look clean and professional.
    The completed product will attract more clients by speaking to them by way of visual enchantment and sensory perceptions.

  28. The period also noticed the early phases of costume jewelry ,
    with fish scale covered glass beads instead of pearls or conch shell
    cameos instead of stone cameos.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *