Home / افغانستان / لوبغاړي / ښه اوپنر يا پيل پاڼی بيټسمین | یاسر خوګیاڼی

ښه اوپنر يا پيل پاڼی بيټسمین | یاسر خوګیاڼی

تر هر څه د مخه اوپنربيټسمين بايد ثابت قدم اوسي په ويشتنځای د پاتې کيدو وړتيا ولري. د ځان ژغورنې لپاره بايد له مختلفو تخنيکونو استفاده وکړي ځکه چې اوپنر د مخالفې لوبډلې تر ټولو چټک توپ ويشتونکي سره مخ کيږي. اسانه نده چې د نوي بال او تازه دمي بالر مقابله دې وکړي خو اوپنر بايد په پوره مهارت او حوصله د لوبډلې لپاره ښه پيل وکړي.

اوپننګ د ملتيا پورې تړلی نه د انفرادي کارکردګۍ پورې، بايد دواړه اوپنران بايد تفاهم ولري چې څه وخت يوه منډه واخلي او کله بل ته نوبت وکړي. پدې توګه بالر نشي کولای د يو خاص بيټسمين کمزوري په نښه کړي. په موَثره توګه منډې جوړول د پيل پاڼو يا اوپنرانو په ځيرکتيا پورې هم تړلي ده چې بايد څوک د منډې جوړونې تصميم ونيسي او یا د منع کولو او منډې ردولوغږ وکړي.  توپ وهونکي زياتره د راځه ، مه راځه او انتظار یا صبر  وکه په غږ خپل کار مخ ته وړي،  د سيالۍ بڼه فرق کوي، کله کله اوپنران په هر بال د منډې جوړيدو هدف هم له ځانه سره لري چې بايد له موقع هره ممکنه استفاده وکړي.

2

هر اوپنر بايد په خپل انداز د بال وهنې خاص مهارت ولري خو بيا هم پکار ده چې د دفاعي او بريد کونې له مهارتونو پوره ګټه واخلي. ددې سره سره اوپنر بيټسمين ته پکاردي چې د آف سټمپ په ويکټه هم ډیر پام ولري تر څو هر بال په اړه تصميم ونيسي چې بريد پرې وکړي او که پريښودل شي.

په جاري لوبه کې اوپنر د بال (مس) خطا کيدو او په بيټ راوستو دواړو حالتونو سره مخ وي خو په هر حالت کې بايد ډیر متوجه او له پوره زغم او صبر څخه برخمن وي. روزونکي وايي چې اوپننګ په داسې دفاعي حالت کې ډیر کامياب وي چې بيټسمين د بريد لپاره هم چمتو وي، کله چې د وهنې بال ورته راشي نو بايد پوره ګټه ترې واخلي.

اوپنر چې په ميدان لږ وخت تير کړي، د صبر او زغم څخه کار واخلي، دفاعي حالت يې اختيار کړی وي بيا د ويشتنځای او لوبغالي واګي پلاس ورځي، بیا د جدي او قهرجن بيټنګ لپاره هر اړين تصميم په اسانۍ سره نيولی شي. د اوپنر پريکړه چې له خپل کوم مهارت څخه کار واخلي د هغه په ذهني ځیرکتيا پورې تړلې وي.

اوپنر که له يوې خوا د مخالفې لوبډلې چټکو او نامتو بالرانو سره مخ کيږي، خو له بلې خوا ورته د زياتو منډو موقع هم وي ځکه چې د سيالۍ له اول بال څخه په ميدان ولاړ وي، که تمرکز، صبر او زړورتيا ولري نو کولای شي خپله لوبډله له غوره پيل څخه برخمنه کړي. د نورو بيټسمينانو او اوپنر يو توپير په همدې کې دی چې دده په اوږو د ښه اغاز يا پيل ذمه واري وي. اوپنر بيټسمين باید خپل تمرينات په نوي بال ترسره کړي او د بال په بخۍ او د بالر د لاسونو په حرکتونو او د توپ نيونکو په ځايونو هر وخت نظر وساتي. همداشان بايد د سټرايک بدلولو، غلچکۍ منډې او له يو څخه د دوه منډو جوړيدو هدف او مهارت ولري. له ډیر خطرناک بالر سره به په حوصله چليږي او هغه بالرچې وس يې پرې بر وي خپل هدف ټاکي تر څو د لوبډلې لپاره ښه لاسته راوړنه ولري.

  • بايد اوپنر په هر حال بالر او د بال ځای په دقيقه توګه وڅاري.
  • د بالر په انداز او د بال په څرخ يا سوينګ ځان پوه کړي
  • بايد د هر شاټ وهلو صلاحيت، او په چټکۍ تصميم ونيسي
  • اوپنر ته پکار دي چې په هر سيالۍ کې د فرنټ او بيک فوټ له مهارتونو ډیره استفاده وکړي
  • بال بايد په بيټ راولي، او د مخکې تاويدو څخه ځان وژغوري
  • هر وخت بايد د کراس تاويدو په پرتله سټرايټ يا مخامخ بيټ استعمال کړي
  • بايد وپوهيږي چې ټايمينګ له طاقت څخه ډیر مهم دی
  • د اوپنر سر او باډي بايد موازي حالت کې وي او د بيلانس خرابوالي څخه ځان وساتي
  • د هر بال د ليکې او اندازې مطابق بيټ وچلوي او د خاليګاو په مينځ کې د شاټ وهنې کوښښ وکړي

 

 

 

دا هم ولولئ

په هلمند کې د کرکټ لوبغالي جوړیدو چارې پیلیږي

  هلمند ولایت ته د کرکټ بورډ  پلاوي سفر وکړ ، په سفر کې د …

8 comments

  1. US national regulators said they were inquiring products featuring testosterone after recent
    studies suggested a higher risk of strokes and heart attacks
    in menn being treated with the hormone.

  2. They followed guys for three years, and excluded patients with psychiatric diagnoses in the year before
    they were diagnosed wiith tumors.

  3. Results of the study were reported at the 2015 American Heart Association Sciemtific Session in Orando
    on Monday, November 9, 2015.

  4. On the other hand, testosterone therapy is safe and effective for the treatment of
    young men wiyh hypogonadism (testosterone deficiency) that resulted from a disorder of the testes, pituitary or hypothalamus.

  5. On the other hand, testosterone therapy is safe and effective for thee treatment of young men with hypogonadism (testosterone deficiency)
    tht reesulted from a disorder of the testes,
    pituitary or hypothalamus.

  6. It is actually a nice and useful piece of information. I’m satisfied that you shared this
    useful info with us. Please stay us up to date like this.

    Thanks for sharing.

  7. Oceanside and Carlsbad firefighters helped the homeowners utilizing Life’s Jaws to drive the containers apart free canine.

  8. Also Locksmith in CA perceives that their locksmiths all are legitimate.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *