Home / افغانستان / راشد ارمان شینواری

راشد ارمان شینواری

راشد ارمان د افغان کرکټ هغه نامتو ځوانکی سپينر بالر دی چې په ډير کم وخت کې يې د نړۍ د کرکټ لوبغاړو او مينه والو سترګې ځانته اړولي دي. دده په اړه د نړۍ لويو لوبډلو او د کرکټ ماهرينوهم خپل نظرونه په وروستي شل اوريز نړيوال جام کې څرګند کړي و. راشد ارمان د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په پيښې کلي کې زيږديلی، تر دولسم ټولګي يې زده کړې کړيدي، د لوړو زده کړو ليواله دی او وايي چې د کمپيوټر ساينس پوهنځی يې ډیر خوښ دی او ددې پوهنځي بشپړول يې موخه ده.

CRICKET-WT20-2016-AFG-WIS

10277453_645948292151353_8160424941846100553_nراشد چې د کوچنيتوبه د پلاستيک په توپ لوبه پيل کړه او بيا يې د نهه ۹ کلنۍ په عمر د خپلو مشرانو ورونو سره د ټينس په بال کرکټ شروع کړ لا يې هم مينه وال ډیر وو ځکه چې راشد به په هر سيالۍ کې ښه ځليده. همدا وجه وه چې هرې سيميزې لوبډلې به دده له استعداده ګټه پورته کوله خو کله چې د ۱۳ کلنو شو نو د ملي لوبډلې سره يې مينه لا زیاته شوه.

دده سره د ملي لوبډلې د يو ځای کيدو ارمان هغه وخت ملګری شو چې افغانستان د ۲۰۱۰ کال د شل اوريزه سياليو نړيوال جام ته لاره بيامونده، پدې وخت کې دده کرکټ هم ښه پياوړی شوی و،ډيرې هڅې او زيارونه به يې ګالل چې د ملي لوبډلې لوبغاړی شي او د هيواد لپاره وياړونه راوړي.

راشد له پخوا څخه پدې پوهيده چې د خو اخلاقو درلودل د يو لوبغاړي د کاميابۍ راز دی، نو ځکه به يې د کوچنيوالي څه کرکټ ته د خوندورې سيالۍ په سترګه کتل لوبغاړو سره شخړې او  بداخلاقۍ يې هيڅ په ضمير کې ځای نه درلود. د راشد ډيرې خوارۍ، هلو ځلو، د روزونکو  څخه زده کړه، د لوبغاړو احترام او تشويق هغه ملي ۱۹ کلنو لوبډلې ته د غوراوي تر درشله راورساوه. دده کورنۍ په هر حال کې دده ملاتړ کړی امکانات يې ورته برابر کړي ، وروسته د ملي ټيم د لوبغاړي په صفت لوبډلمشر، سر روزونکي او نورو تر ننه په هر ډګر تشويق کړی او دده لاسته راوړنی يې ستايلي. د راشد ارمان، ارمان چې کله پوره شو نو له خوشاله په جامو کې نه ځايده.

د راشد په راتګ، په ملي لوبډله کې د هيچا سترګې درندې نشوې، هيچا ورسره  قصدي چلند ندی کړی، تجربه کارو لوبغاړو ورڅخه هيڅ قسم مشورې ندي دريغ کړي او تل يې ورسره ښه چلند کړی. راشد ارمان چې په شنډو تل مسکا او خندا لري، وايي کله کله لږ په غصه کيږم هم. دده لپاره د زیمبابوې هغه سيالي چې د ګلبدين سره يې پکې ملتيا کړې وه نه هيريدونکې سيالي ده.

راشد ارمان لا هلک دی، واده او بچي نلري، له کرکټه يې هم هيڅ زړه ندی موړ شوی، دده دوه وروڼه نور هم د کرکټ ډیر نامتو لوبغاړي دي خو د شخصي کاروبار د بوختيا له کبله دده مقام ته ندي رسيدلي. په ملي ټيم کې ورسره  شهزاد محمدي تر ټولو نژدې ملګری دی. اوږده سفرونه يې ډیر ستړی کوي، د منظرې لپاره يې شنې غرنۍ ساحې خوښيږي او چې کله له ټورنمنټ څخه راستنيږي نو زياتره وخت د کورنۍ د غړو او ماشومانو سره تيروي.

دا هم ولولئ

کوربه افغانستان د میلمه ایرلینډ هیواد په وړاندې

دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په هندوستان ګریټر نیوډا لوبغالي کې ترسره کیږي …

4 comments

  1. The U.S. National Institute on Aging is also anticipated to release tthe results of reseazrch on the security of testosterone.

  2. I really like what you guys are up too. This type
    of clever work and exposure! Keep up the fantastic works guys I’ve
    added you guys to our blogroll.

  3. Oceanside-place old earthquake task is near
    Colorado average.

  4. Like a variety of craft beer scenes, restaurants,
    and natural wonders that you just can’t expertise from in the car while you pedal through
    community.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *