Home / لوبه / روزونکي / د ريس احمدزي د کرکټ سفر

د ريس احمدزي د کرکټ سفر

ريس احمدزی چې پاکستان کې يې د مهاجرت شپې ورځې تيرولې  ۱۴ کلن هلک و چې د کچه ګړۍ په کيمپ پيښور کې يې د سعد ملوک (چې د تاج ملوک عالم مشر ورور دی) لوبه خوښه شوې وه، هغه د سعد ملوک څخه ډیر متاثره شوې و. پدې ټيم کې د سعد ملوک په شم222ول د هغه درې نور ورونه هم لوبيدل (تاج، کریم او هستي ګل) او غوښتل به يې چې د تاج ملوک سره په يوه لوبډله کې لوبه وکړي. که څه هم هغه وخت دوی ټولو کرکټ د ټينس په بال تر سره کوو خو بيا هم دا اسانه نه وه چې ريس دې د سعد ملوک سره په يو ټيم کې ولوبيږي. ورځې تيرېدې، ريس احمدزي ته هم دا زمينه برابره شوه
چې د ددې ټيم غړیتوب واخلي.

ريس په ۱۹۹۷ کال د پيښور په حیات اباد کې يوه لوبه وکړه چې په هغې کې يې سليزه ووهله او  ډیر شهرت يې پيدا کړ، ريس کرکټ سره بې حده مينه لرله، د مهاجرت ژوند وو، کله کله به خلکو په دوی ملنډې وهلې چې عبث خپل وخت ضايع کوي. ددې لوبډلې زياتر لوبغاړي به که دورځې مزدورۍ ته وتل خو بيا به يې هم مازيګر د کرکټ ميدان ته ځانونه رسول، دوی هر يو د کاروبار په پرتله د کرکټ ډیر ليواله ول. د وخت په تيريدو د ريس احمدزي په شمول څه نورو لوبغاړو هم ودونه وکړل، دوی ډیر خواريکښ ځوانان و، خو دلوبې سره مینه يې دومره زياته وه چې له واده وروسته به يې ويکټې او بيټ یا په کوڅه کې له دوکاندارانو سره کيښودل او يا به يي واړه هلکان ورپسې کورته ليږل. ریس احمدزی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خبر شو چې د افغانستان ملي لوبډله جوړه شويده او په پيښور کې يې د فاټا لوبډلې سره ميچ دی، نو د سيالۍ نندارې ته ورغی. په زړه کې يې هيلې راوټوکيدی خو پدې وخت کې د طالبانو حکومت نسکور شو او هغه اميد چې ګواکې يوه ورځ به د ملي ټيم غړی شي هم په سيند لاهو شو.
13487435_1242642472413112_635528525_n۲۰۰۱ ميلادي کال وو چې تاج ملوک کابل ته ولاړ او له هغه ځايه يې ريس ته د يو چا پواسطه پيغام وليږه چې د کرکټ د لوبډلې په جوړيډو او رسمي کيدو کار کوي. د همدې کال په اخر کې ريس احمدزی د لومړي ځل لپاره خپل هيواد ته راستنيږي، وطن ته په ليدو يې زړه ډیره خفه شي ځکه چې هرخواته یې د جنګ په اثارو او پاتې شونو سترګې لګيدې. خو هيله او اميد يې لا ډیر غښتلی و، ځوان و، انرژي يې لرله د لوبډلې د تاسيس لمړني لوبغاړو ( الله داد نوري، خالق داد، رحمت ولي، دولت ځاځی، مجاهد، ،او نوروز منګل)  سره يې اشنايي پيدا شوه او یو ځل بيا يې په زړه کې د کرکټ غوټې ګل شوې.

نن سبا خو کرکټ ډیر پرمختګ کړی، د هغوی د ابتدايي ورځو خواري ، ستونزې او تکليفونه ګالل ددې پرمختګ اصلي لامل دی. کرکټ لپاره د يوې ادارې جوړښت هم لويه ستونزه وه، ټول لوبغاړي پدې وتوانيدل چې د کرکټ د پرمختګ فکر ته لومړيتوب ورکوي او د ډیرو مشکلاتو وروسته د المپيک ريس  محمد انور جګد لک  ته ورغلل تر څو کرکټ په رسمي بڼه ثبت او پرمخ يوسي، د المپيک د پريکړې په اساس الله داد نوري د کرکټ د فدراسيون ريس او تاج ملوک عالم د جنرل سکرتر او روزونکي په صفت دنده اجراکول پيل کړه. دا نو لومړی ځل و چې د افغانستان کرکټ ته يو رسمي شکل ور کړل شو، لومړی ټرايل واخيستل شو، ځينې پخواني او نوي لوبغاړي انتخاب شول، پدې وخت کې د کرکټ او لوبغاړو لپاره هيڅ امکانات او سهولتونه نه و. لوبغاړي په فزيکي او مالي لحاظ ډیر کمزوري ول خو قوي اراده او وطن پرستي پکې ښه ډیره وه. د لمړي ځل لپاره دغه انتخابي ټيم ځينې ولايتونو ته د سياليو په موخه تلو، او وروسته د پاکستان د پنجاب ايالت ته په اولين رسمي سفر د لوبو لپاره ولاړ. که څه هم پدې لمړني سفر کې د افغانستان لوبډلې ټولې لوبې وبايللې خو تجربه يې حاصله کړه.

بیا ۲۰۰۴ ميلادي کال چې د افغانستان لوبډله ماليزيا ته د سياليو په موخه لاړه، هلته د ۱۴ لوبډلو تر مينځ سيالۍ ترسره کيدې،. دا هغه وخت و چې افغانستان خپله لومړۍ سيالي د عمان په وړاندې ترسره کوله، پدې سيالۍ کې نوروز منګل سلیزه هم ووهله خو بيا هم دا سيالي افغانستان ونه ګټله. په همدې سفر کې افغانستان خپله دوهمه سيالي د هانګ کانګ لوبډلې سره تر سره کړه چې ريس احمدزي پکې ۶۰ ناسوځيدلې منډې وکړې. لدې سياليو لږ مخکې هانګ کانګ په اسيايي جام کې د پاکستان، هند، او بنګله ديش سره هم لوبې کړې وې، د هانګ کانګ ماتولو افغان لوبډلې ته  نوې هيلې پيدا کړې. وروسته افغان ټيم بحرین او ماليزيا ته ماتې ورکړې او لوبډله په خوشالۍ بيرته ګران هيواد ته راستنه شوه.

13493697_1242642085746484_49583611_o

زمونږ د کرکټ د چټک پرمختګ راز پدې کې دی چې تل لوبغاړو يو له بل سره په ډیره مينه او خلوص وخت تیر کړی، ډیر محنت او سختۍ يې ګاللي چې تر دې ځایه رارسيدلي دي. لوبغاړي ښه استعداد لري، همدا لوبغاړي دي چې په ځان سختې تيروي او د کرکټ د بريا او پرمختګ باعث شويدي. د لوبغاړو محنت په ډيويژنو کې د ستايلو وړ دی، په درينم ډيويژن کې د جرسي، تنزانيا  او ارجنټاين سيالۍ د هيريدلو ندي، وروسته بيا کله چې افريقا ته د اول ډيوژن سياليو ته لوبډله لاړه، د بورډ د چارواکو د مشکلاتو له وجې چې غوښتل  به يې خپل لوبغاړي ولوبوي،  افغانستان د ۲۰۱۱ کال نړيوال جام څخه محروم کړ.

ريس احمدزي چې په لمړي نړيوال جام کې د هندوستان او جنوبي افريقا خلاف لوبه وکړه، تصميم يې ونيو چې دا غوره وخت دی چې نور له لوبې لاس په سر شي، همدا وه چې ريس احمدزي لوبه کولو سره خدای په اماني وکړه. هغه پدې باور درلود چې بايد قرباني ورکړي، په کور دننه بايد ځوان استعدادونو ته روزنه ورکړي،  او په هيواد کې د کرکټ ريښې لا پسې کلکې کړي.11252165_1010260062318022_3332729018504412320_n

احمدزی وايي: لوبغاړي اوس ډیرتکړه دي مهارتونه لري، د لوبډلې د لا قوي کيدو لپاره فيټنس پکار ده چې تمرينات يې معياري شي، او په خپل وخت د وړګرځيدنې تمريناتو کې برخه واخلي. مونږ لا هم د نړۍ د قوي لوبډلو څخه د فيټنس په برخه کې تر اوسه لږ شاته يو. هر لوبغاړی بايد د تمرين په وخت داسې خواري وکړي لکه چې د مخالف لوبډلې سره يې سيالي وي. یعنې په هر وخت کې ځان په رقابت کې وګڼي. همداشان د لوبې په وخت دوی ته حوصله پکار ده، چط بايد د لوړو شاټونو سره سره د يوې ېوې منډې جوړيدو فکر هم له ځان سره ولري. زمونږ ځوانو لوبغاړو ته پکار ده چې په خاورينو ويشتنځایونو (پيچونو) ډيرې لوبې وکړي، تر څو دوی د سوينګ او باونس سره د ابتدا څخه بلدتیا ولري.

د ريس احمدزي به پخوا عامر سهيل ډیر خوښيده، دی وايي چې په عامر سهيل به ډیر ډاريدلم چې پدې بال به اوټ کيږي او يا په ورپسې بال، ځکه چې هغه به ډیره قهرجنه لوبه کوله، خو اوس مهال چې ډیر مصروف دی او د لوبو کتلو چانس هم ورته ډیر کم پيدا کيږي وايي چې د جنوبي افريقا ابراهم ډيوليَر يې دومره خوښيږي چې د کرکټ نابغه ورته وايي.

د احمدزي په نظر لوبډلمشر بايد له ښو اخلاقو برخمن وي، بايد ډیر ځيرک وي، د لوبډلې د هر لوبغاړي په زړه کې ځای ولري او د ليډرشپ استعداد ولري چې څنګه کولای شي ۱۱ یا زیات کسان په يوه لاره روان کړي. زما په نظر د لوبډلې او جارې لوبې په مديريت پوهيدل د لوبډلمشرلپاره اساسي کار دی. ريس وايي په لوبډله کې چپ لاسي لوبغاړو شتون ډیر اړين دی، تر څو د مخالف ټيم فيلډنګ ګډ وډ کړي،بالرانو ته هم مشکل جوړولی شي او د تخريب شوي پيچ یا ويشتنځای لپاره ګټور ثابتيږي، يعنی که يو پيچ د ښي لاسي لپاره کوم تخريب شوی ځای ولري، نو پداسې صورت کې چپ لاسي بيټسمين ته کومه ستونزه نشي جوړولی. ريس احمدزی فکر نکوي چې افغانستان به راتلونکي کې د ښځينه لوبغاړو لوبډله ولري، هغه وايي چې د کرکټ نړيوالې شورا هم پدې هکله افغانستان سره نرمي اختيار کړيده او ويلي يې دي چې د ښځينه د لوبډلې نشتون به افغانستان د بشپړ عضويت اخيستو په وړاندې کوم خنډ نشي جوړيدی. که کوشش وشي نو د مکتبونو په سطحه به دا کار يو څه په کراره امکان ولري، خو اوس مهال دا يو ناممکنه کار دی.

احمدزی اوس ډاډه دی چې لوبغاړي د خپلې کارکردګۍ په بنياد کولای شي د کرکټ بورډ توجه ځانته جلب کړي او د اولې یا دوهمې درجې قرارداد تر لاسه کړي، دوی همدا شان د لویو سوداګريزو شرکتونو په همکارۍ په بهرنيو يا کورنيو تجارتي لوبو کې هم لوبیدلی شي تر څو خپل عايدات لوړ کړي. لوبغاړي د سوداګريزو اعلاناتو څخه هم کولای شي ښه عايدات لاسته راوړي، او پدې کار کې بايد د کرکټ بورډ د بازارموندنې د برخې استازي ډیر فعال اوسي او له دوی سره مرسته وکړي.

12195990_1100801609930533_8059681355347030220_n

کرکټ بورډ ددې لوبې د پرمختګ لپاره بايد معياري لوبغالي او روزنيزې اکاډمۍ جوړې کړي، پکار ده چې د هر زون په سطحه لږ تر لږه يو په نړيواله کچه معياري لوبغالی ولرو. کرکټ بورډ بايد نوي لوبغاړي توليد کړي، داخلي روزونکي بايد زيات کړي، او په کور دننه په ولايتې سطحه بايد درې او څلور ورځنۍ سيالي زياتې کړي. که دا کار وشي نو د لوبغاړو په معياري کيدو کې به مرسته وکړي او د کرکټ کچه به مو لوړه شي.

 

دا هم ولولئ

مشورتي روزونکی فیلیپ سیمونز

فیلیپ سیمونز د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د مشورتي روزونکي په توګه دنده واخیسته …

7 comments

  1. Advise patiernts of the potential increased cardiovascular risk related to testosterone replacedment therapy.

  2. A low fat diet is most likely going to be high in sugar and a vicious enemy to your testosterone levels.

  3. I will right away grab your rss as I can’t in finding your e-mail subscription hyperlink or newsletter
    service. Do you have any? Kindly allow me recognise in order that I may subscribe.
    Thanks.

  4. The automobile shearing it and struck the rod,
    went down an embankment and making power-lines dangling,
    Bettencourt stated.

  5. It is a favorite metallic for making firearm cylinders.

  6. So it was the very thought of these such evenings that saved us going during our enforced motionless interval at
    dwelling. We knew we had the very best of the early summer forward of us to take pleasure in it
    and it was an absolute pleasure to get again there last week after wanting ahead to it for over 3
    months.

  7. It is also interesting to have a look at the Duchess’s utilization of
    jewelry since her marriage till now (thanks to Muriel for drawing my
    consideration to this).

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *