Home / افغانستان / مرکې / عبدالله مزاري

عبدالله مزاري

 

13348873_836368326495548_381137387_n

 

عبدالله مزاري هغه څهره ده چې د څلور ورځينو سياليو په يوه پاڼۍ کې يې د بند امیر زون په خلاف 9  لوبغاړي سوځولي، همدا شان يې د همدې بند امير لوبډلې خلاف په يو ورځنۍ لوبه کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره ۸ لوبغاړي هم سوځولي. مزاري هغه څوک دی چې د شپږيزې په لوبو کې يې هټرک په خپل نوم ثبت کړی، هغه همداشان د ميلون جام په سياليو کې هم هټرک کړی او د ټورنمنټ غوره بالر هم انتخاب شوی دی. عبدالله مزاري د رمضان کپ په سياليو کې هم هټرک کړی او په ټوله کې د کورني کرکټ په برخه کې يې تر دا مهاله د 26 يو ورځينوسياليو په کولو سره 60 لوبغاړي سوځولي.

کرېکبوک: ملي ټيم ته د راتلو قيصه دې راته په لنډو ټکو وکه، په څومره وخت کې ستاسې دا ارمان پوره شو؟

ملي تيم ته راتګ داسي اوسو سي زمونږ کور پاکستان کې و، د طالبانو حکومت و هغه وخت ملي ټيم اسلام اباد ته د سياليو لپاره راغلی و، الله داد نوري لوبډلمشري کوله. دا چې په لومړي ځل مې واوريدل چې د افغانستان لوبډله راغلې ده زه هم د نندارې لپاره ورغلم خو هلته پوليسو زه ميدان ته نه ور پريښودم. بيا مې د     لوبغالي د تنظیم له يو نفر سره خبره جوړه کړه چې  داوبو وقفه سي ما ميدان ته ننباسه، همداسې مو وکړل ميدان كي مې ټولو لوبغاړو سره خبرې وکړي. هغه وخت نوروز منګل، محمد علم بلوچ ،  او خالقداد نوري راسره ډیر په مينه خبرې وکړې چې همدا و زه ورڅخه متاثره شوم او د ليدو لپاره يې کابل ته ورغلم.

بيا خالقداد نوري سره په ټيم كي سوم او په لمړنيو3 ميچونو كي 13 ويکټې واخيستې. بيا پاكستان ته په دور13393313_836366109829103_2037024330_nه لاړو اوله سيالي مو د نوښار لوبډلې سره وه، د سيالۍ له خلاصيدو وروسته هوټل ته راغلو چې په تلويزون کې مو وليدل چې د طالبانو حکومت ړنګ سو.

هغه وخت چې دولت ځاځی لوبډلمشر و زه په ملي لوبډله کې شامل شوم یعنې 2004  کال و او پاکستان کې د دوهمې درجې د لوبډلو ترمينځ سيالۍ وې، پدې کې د افغانستان لوبډله هم وه شامله وه.

کرېکبوک: تاسې د افغانستان د کومې اولسوالۍ يا سيمې یاستۍ؟

زه اصلاَ د بلخ ولايت د مزارشريف د دولت اباد يم، په قوم الوزی او کلی مو شينګلا اباد نوميږي.

کرېکبوک: اوس چيرته اوسيږې؟

که رښتيا ووايم نو لا تر اوسه خو مهاجر يم او د اټک پول ته څيرمه د خيراباد په کمپ کې اوسيږم. دلته د مجبورۍ په پاکستان کې اوسيږم، نه په مزار کې کور لرم او نه کابل کې، او لا هم دومره توانايې نلرم چې ځانته نوی کور جوړ کړم. هغه چې مزار شريف کې مو يو زوړ کور دی هغه هم د نشته په مثال دی.

کرېکبوک: د واده دې څو کاله کيږي او څو اولادونه لرې؟

واده مي په 2003 كال کې کړی او ميرمن مې هم په قوم الوزۍ ده، د ترور لور مې ده. شکر5  اولادونه لرم.

مشره لور مې عبيده مزاري، بیا مې ځامن هر يو عمران مزاري، ثناءالله مزاري، کامران مزاري او بيا مې هم لورجانه عفيه مزاري.

کرېکبوک: تاسې ته په ملي لوبډله کې بيټنګ ښه خوند درکوي او
که بالينګ؟

زه اصلآ په چپ لاس کراره توپ اچونه کوم، بالينګ مې ډیر خوښيږي. لدې سره سره مې بيټنګ هم ډیر ښه دی.

کرېکبوک :په ملي ټيم کې ستا تر ټولو نژدې او د خوښې لوبغاړی څوک دی؟
13348869_836362413162806_1958942526_n

ټول مې خوښيږي خو نوروز منګل او عمران جنت تر ټولو راته ګران لوبغاړي دي.

کرېکبوک: د کوم هيواد په خلاف چې لوبه کوې ډیره دې خوښيږي؟

د پاکستان خلاف مې هره سيالي ډیره خوښه وي، هڅه کوم په هر قيمت چې وي شکست وکړم

کرېکبوک: د کرکټ په لوبه کې دې کوم شاټ ډیر خوښ دی؟

زما پخپله ” سويپ شاټ “ خوښيږي او پدې شاټ ډیرې منډې هم جوړوم.

کرېکبوک: داسې کومه شپږيزه دې  وهلې چې تر اوسه درڅخه نه هيريږي؟ د چا په بال او کوم ځای کې؟

شپږيزې خو مې ډیرې وهلي خو تيركال رمضان كپ كي چې په کابل زرملوال لوبغالي کې ترسره شو، په يو آور ك13393148_836363533162694_1588411737_nي مې دوه شپږيزې ووهلې مطلب يو آور كي مې 18 منډې له يو بالر نه پوره کړې، پايلوبه وه ځکه يې ‌ډير زيات خوند راکړو.

کرېکبوک: د افغانستان د کرکټ راتلونکی درته څنګه ښکاري؟

د کرکټ راتلونکی روښانه دی، خو يو مشکل دا دی چې کله زمونږ لوبغاړي د وخت په تيريدو معياري کرکټ زده کړي بيا ورته د عمر زياتوالی بهانه کړي او کرکټ بورډ یې نه قبلوي. نور هيوادونه پاخه لوبغاړي لري چې د سيالۍ په وخت تر روهي او جسماني فشار لاندې نه راځي، نو ځک
ه سيالۍ ګټي. زمونږ اداره بايد د لوبغاړو چمتووالي (فټنس) او کارکردګۍ ته وګوري نه عمر ته.

کرېکبوک: فیسبوک خو به لرې؟ دا راته ووايه چې په فيسبوک کې دې تر ټولو ګران ملګری څوک دی او هغه څه کار کوي؟

فيسبوک کې مې احسان الله محمدي مزاري تر ټولو ښه ملګری دی، دا هم د کرکټ يو لوبغاړی دی

کرېکبوک: ستاسې مياشتنی عاید په څومره افغانۍ وي؟

کوم مشخص عاید نلرم، کله باقي او کله ګوزاره کيږي.

کرېکبوک: ايا د دکوم داخلي یا خارجي شرکت سره د مارکيټنګ قرارداد لرۍ؟

هيڅ شرکت سره د مارکيټنګ قرارداد نلرم. که رښتيا راباندې وايې زما سره کرکټ بورډ قرارداد لغوه کړی او اوس پرته له کومې وجې همداسې بې سرنوشته ګرځم.

کرېکبوک: ستاسې لوی ارمان چې کوښښ کوې پوره شي هغه څه دی؟

زما ارمان هم د لوبيدو ده، غواړم چې ملي ټيم ته راشم او په نړيوال جام کې لوبه وکړم

کرېکبوک: یوه ټوکه به د کريکبوکMazari د ويبسايټ لپاره راته وکې – چې اوريدونکي لږ وخاندي؟

وايي يوه ورځ يو ملا د کوم کور کره ميلمه شو، د کور څښتن نارې کړې چې ملا صيب ته کدو شريف راوړۍ چې ويې خوري. ملا ورخطا شو چې صاحبه زه ډیر ګنهګار یم، کوم ګنهګار چرګ به نه وي چې راته حلال او پوخ يې کړې؟

دا هم ولولئ

راشد ارمان شینواری

راشد ارمان د افغان کرکټ هغه نامتو ځوانکی سپينر بالر دی چې په ډير کم …

4 comments

  1. An allergic reaction to this drug may cause a ssudden increase in weight due tto swelling,
    although weight gain isn’t a standard side effect of testostrone supplements.

  2. Another major study, released last week, even suggested that powerful testosterone therapy could reduce men’s risk for cardiovasular events.

  3. Unquestionably believe that which you said. Your favorite justification seemed
    to be on the internet the simplest thing to be aware of. I say to you, I certainly get irked while people consider worries that they plainly don’t know about.
    You managed to hit the nail upon the top and also defined
    out the whole thing without having side-effects , people can take a signal.
    Will likely be back to get more. Thanks

  4. In the modest set of Colorado wave gages, during the last several ages, the sea around California are
    currently soaring about 20 cm per millennium, nearly the same as the level that is estimated for that international average sea.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *